‎د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست عمومي رییس د یو پلاوي په مشرۍ پاکستان ته سفر وکړ!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۹/۱۵ - ۱۳:۱۸
سرپرست ریاست عمومی سره میاشت در راس یک هیات به کشور پاکستان سفر نمود!

نن د روان ۱۴۰۰ هجري لمريز کال د لېندۍ پر ۱۵مه نېټه  چې د ۱۴۴۳ میلادي کال د جمادی الاول له لومړۍ نېټې سره سمون لري د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست عمومي رييس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د یو پلاوي په مشرۍ پاکستان هېواد ته سفر وکړ.
‎په پام کې ده چې نومړی به د یاد سفر په ترڅ کې د پاکستان د سرې میاشتې ټولنې له مشرانو، د الخدمت خیریه فونډېشن له مسولینو او ورته نورو خیریه ټولنو له استازو سره  د افغانستان سرې میاشتې ټولنې لپاره د مرستو او کومکونو د جلبولو په موخه وګوري. د یاد سفر بنسټیزه موخه له یادو مرستوندویه ټولنو سره هر اړخیزې خبرې، په افغانستان کې د خیریه فعالیتونو لپاره د دوی توجه راجلبول او افغانانو ته د خیریه چارو زیاتول او وده ورکول دي؛ ترڅو له همدې لارې د بېوزله هېوادوالو لاسنیوی وشي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۶:۹
Background image

کابل؛ د هرات په ګذرګاه دښته کې د افغاني سرې میاشتې پر ځمکه د پانګونې داوطلبۍ ترسره شوه

دوشنبه، ۱۵ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د هرات ولایت د ګذرګاه دښتې په سیمه کې د دې ادارې اړوند پر ۲۲.۵ جریبه ځمکه د پانګونې په موخه د داوطلبۍ ناسته ترسره شوه.

یا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۹ - ۱۲:۱۲
Background image

لوګر او کاپیسا کې ۱۶۰۰ اړمنو کورنیو ته ۸ ټنه د قربانۍ غوښه ورکړل شوه

شنبه، ١٣ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري ۸۰۰ اړمنو کورنیو ته په لوګر او ۸۰۰ کورنیو ته په کاپیسا ولایت کې ۸ ټنه د قربانۍ غوښه ورکړل شوه.

یاده مرسته د ترکیې سرې میاشتې له لوري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۷ - ۱۹:۴۱
Background image

پکتیکا او کندهار؛ ۱۲۸۰ اړمنو کورنیو ته د قربانۍ غوښه ووېشل شوه

پنجشنبه، ۱۱ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري ۶۴۰ اړمنو کورنیو ته په پکتیکا او ۶۴۰ نورو کورنیو ته په کندهار ولایت کې ۶.۴ ټنه د قربانۍ غوښه ووېشل شوه.

یاده مرسته د قطر سرې. . .

BACK TO NEWS