په کابل کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۱۰۰ کورنۍ له مرستو برخه مندې شوې!

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۹/۱۱ - ۹:۵۰
١٠٠ خانواده بی بضاعت از مساعدت جمعیت هلال احمرافغانی مستفید شدند!

نن د روان ۱۴۰۰ هجري لمريز کال د لېندۍ پر ۱۰مه نېټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست رييس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص له لوري د اسیا لپاره د فدرېشن رییس ښاغلي الکساندر او د مرکزي دفتر یو شمېر رییسانو په شتون کې د کابل ښار له ۱۰۰ بېوزله کورنیو سره دوه میاشتنۍ خوراکي توکي (۱۰۰ کیلو اوړه، ۴۹ کیلو وریژې، ۲۰ لېټره غوړي، ۱۴ کیلو لوبیا، ۲ کيلو چای، ۱۰ کیلو بوره او ۲ پاکټه بسکټ) د سرې میاشتې د کابل نماینده ګۍ په انګړ کې ووېشل شول.

د سرې میاشتې عمومي سرپرست رییس مولوي مطيع الحق خالص د یادو خوراکي توکو د وېش پر مهال وویل، چې "مونږ نن سلو بېوزله کورنیو سره چې کونډې او بېوسه کسان په کې شامل دي؛ د نړیوال فدرېشن په مرسته د دوه میاشتنيو خوراکي توکو مرسته کوو او د نړیوال فدرېشن له همکارۍ څخه مننه کوو".

د اسیا نړیوال فدرېشن مشر ښاغلي الکساندر وویل، چې "په هر هېواد کې ملي ټولنې خپلې دندې پېژني او خپل بشرپال خدمات وړاندې کوي او نړېوال فدرېشن له دوی سره مرستې کوې، مونږ نن له ۱۰۰ بېوزله کورنیو سره د مرستو شاهدان یو او ډېر ژر به له نورو بېوزلو کورنیو سره هم د سرې مېاشتې له لارې مرستې ترسره کړو".

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۹:۲۳
Background image

نورستان کې د مرستو د وېش پنځمه ورځ؛ ۲،۰۰۰ کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

یکشنبه، ۹ ذو القعده ۱۴۴۷

د نورستان ولایت په کامدېش ولسوالۍ کې د جګړو له امله د اغېزمنو شوو کورنيو سره د خوراکي مرستو د وېش لړۍ په پنځمه ورځ هم دوام لري، چې نن هم د اور مړو او کمو سیمو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۸:۳۱
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې او ناروې سره صلیب ترمنځ د همکاریو د پراختیا په موخه ناسته وشوه

یکشنبه، ۹ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور او د هغه مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن د ناروې سره صلیب د عملیاتي چارو له مسؤول ښاغلي هلکان. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۸:۸
Background image

پکتیا کې له ۲۴ سېلاب ځپلو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه

یکشنبه، ۹ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیا ولایت د اووه ولسوالیو (ډنډِ پټان، څمکنۍ، لجه منګل، آریوب ځاځي، میرزکه، وزې ځدراڼ، ګرده څېړۍ) له ۲۴ سېلاب ځپلو کورنیو سره د. . .

BACK TO NEWS