د کابل مرستون نوی رییس معرفي شو!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۸/۲۶ - ۱۴:۵۹
رئیس جدید مرستون کابل معرفی گردید!

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د سرپرست رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص له ۴۱۶ حکم سره سم د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د لړم پر ۲۶مه نېټه د ۱۳۴۳ هجری قمري کال د ربیع الثاني له ۱۱مې نېتې سره سم ښاغلي مغفور الله د داخلي تفتیش د رییس مولوي محمد نسیم احمدي، د بشری منابعو د رییس نورالحق یوسفي ، د اطلاعاتو او نشراتو د رییس عرفان الله شرفزوی ، د سرې میاشتې د ویاند نورآغا صاحب زاده او د کابل مرستون یوشمیر کارکونکو په شتون کې معرفي شو.

یاده معرفی غونډه د کلام اقدس الهي په مبارکو آیاتونو پیل شوه. ورپسې مولوي محمد نسیم احمدي د خپلو خبرو په ترڅ کی وویل "هر مسلمان د بل مسلمان ورور دی باید یو له بله سره په ورځنیو چارو کې مرسته او ريشتینولي ولرو ځکه پاک رب مخلص او ريښتيني خوښوي او د خبرو په ترڅ کې ېې نوي ګمارل شوي رییس ته د مبارکۍ ترڅنګ د بریاو غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۳
Background image

تخار؛ د ۷۹ کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره څه باندې یو میلیون افغانۍ مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د تخار ولایت په بهارک او اشکمش ولسوالیو کې ۷۹ کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو د پیاوړتیا لپاره د دویم پړاو په لړ کې ۱ میلیون او ۲۷ زره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۶:۲۴
Background image

کندز؛ له ۱۲ راستنو شویو کورنیو سره د لنډمهالې سرپناه لپاره د خېمو مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندز ښار په بېلابېلو ناحیو کې له ۱۲ راستنو شویو کډوالو کورنیو سره د خېمو مرسته وشوه.

یادې کورنۍ د استوګنې له ستونزو سره مخ وې، چې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۲۷
Background image

هرات؛ ۳ سېلاب ځپلو کورنیو سره ۹۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت د پشتون زرغون ولسوالۍ د قلعه نوک او طاغونکوه کلیو ۳ سېلاب ځپلو کورنیو سره ۹۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه.

یاده مرسته د. . .

BACK TO NEWS