د سرې میاشتې سرپرست رییس مولوي مطیع الحق خالص د رییس الوزرا له دویم مرستیال محترم ملا عبدالسلام حنفي سره لیدنه ترسره کړه!

arcs_website_admin
جمعه ۱۴۰۰/۸/۲۱ - ۹:۳۰
مولوی مطیع الحق خالص سر پرست هلال احمر افغانی با معاون دوم رئیس الوزرا ملا عبدالسلام حنفی ملاقات نمود !

نن له ماسپښین وروسته د سرې میاشتې سرپرست رییس مولوي مطیع الحق خالص د افغانستان اسلامي امارت د رییس الوزرا له دویم مرستیال محترم ملا عبدالسلام حنفي سره لیدنه ترسره کړه. دغه لیدنه چې د سرې میاشتې پر اړوندو موضوعاتو متمرکزه وه؛ په کې سرې میاشتې ته په ور پېښو ستونزو او د ستونزو پر حل خبرې وشوې.
د رییس الوزرا دویم مرستیال محترم ملا عبدالسلام حنفي ژمنه وکړه، چې د سرې میاشتې ټولو ستونزو ته به د حل لاره مومي او د ښه فعالیت لپاره به یې لاره هواروي.
د سرې میاشتې سرپرست رییس مولوي مطیع الحق خالص له ښاغلي ملا عبدالسلام حنفي مننه وکړه، چې د سرې میاشتې د ستونزو د جدي حل ژمنه یې وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۹:۱۷
Background image

تخار کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې ده

سې شنبه، ۱۶ ذو الحجه ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د تخار ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۲۳۴۰ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۶:۹
Background image

کابل؛ د هرات په ګذرګاه دښته کې د افغاني سرې میاشتې پر ځمکه د پانګونې داوطلبۍ ترسره شوه

دوشنبه، ۱۵ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د هرات ولایت د ګذرګاه دښتې په سیمه کې د دې ادارې اړوند پر ۲۲.۵ جریبه ځمکه د پانګونې په موخه د داوطلبۍ ناسته ترسره شوه.

یا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۹ - ۱۲:۱۲
Background image

لوګر او کاپیسا کې ۱۶۰۰ اړمنو کورنیو ته ۸ ټنه د قربانۍ غوښه ورکړل شوه

شنبه، ١٣ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري ۸۰۰ اړمنو کورنیو ته په لوګر او ۸۰۰ کورنیو ته په کاپیسا ولایت کې ۸ ټنه د قربانۍ غوښه ورکړل شوه.

یاده مرسته د ترکیې سرې میاشتې له لوري. . .

BACK TO NEWS