د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست رئیس ډاکتر نیلاب مبارز د ناروې سره صلیب له سکرترجنرال سره وکتل!

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۱/۲۲ - ۷:۵۶
د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست رئیس ډاکتر نیلاب مبارز د ناروې سره صلیب له سکرترجنرال سره وکتل!

د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست رئیسې آغلې دوکتور نیلاب مبارز د سکرترجنرال د مرستیال ښاغلي ډاکتر محد نبي برهان په شتون کې د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د وري پر ۱۹ نیټه د ناروې هیواد د سره صلیب له سکرترجنرال ښاغلي بیرنت اپیلند سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دغه کتنه کې د ملې ټولنې سرپرستې، ښاغلي اپیلند ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د افغاني سرې میاشتې ټولنې سره د ناروې سره صلیب له همکاریو مننه و کړه او د بشرپاله مرستو په تر سره کولو کې یې د یادو بنسټونو تر منځ د همکاریو پر لا پراختیا ټینګار وکړ.
بل پلو د ناروې د سره صلیب سکرترجنرال، د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست رېیسې آغلې ډاکتر نیلاب مبارز ته د بشري ناخوالو په را کمولو او د اړمنو وګړو په لاسنیوي کې د ناروې سره صلیب د مرستو له دوام ډاډ ورکړ.
ورپسې د افغاني سرې میاشتې تولنې سرپرست ریسې آغلې مبارز او د ناروې سره صلیب سکرترجنرال ښاغلي بیرنت اپیلند د کابل مرستون له بیلا بیلو برخو او همدارنګه د سرې میاشتې له مشعل بیات لیسې څخه لیدنه وکړه.
د یادونې وړ ده چې د ناروي هیواد سور صلیب د افغاني سرې میاشتې تولنې یو له غوره همکارانو څخه دی، چې تل یې د بشري کړاو په کمښت او د اړمنو وګړو په لاسنیوي کې له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره مرسته کړې ده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۸ - ۹:۵۶
Background image

کابل؛ د ګرځنده روغتیايي ټیمونو لپاره د درملو د معقول استعمال پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

شنبه، ۶ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د ګرځنده روغتیايي ټیمونو د ډاکټرانو او فارمسسټانو لپاره د درملو د معقول استعمال تر عنوان لاندې پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۸ - ۴:۲۳
Background image

سرپل؛ تېره یوه میاشت کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

شنبه، ۶ ربیع الآخر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د سرپل ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۵۱۹۰ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو درملو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۹:۲۴
Background image

ارزګان؛ د اورلګېدنې له امله زیانمنې کورنۍ ته غیر خوراکي توکي ورکړل شول

پنجشنبه، ۴ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري په ارزګان ولایت کې د اورلګېدنې له امله یوې زیانمنې کورنۍ ته غیر خوراکي توکي ورکړل شول.

په دې مرسته کې یادې کورنۍ ته د بېړنیو. . .

BACK TO NEWS