د افغاني سرې میاشتې ټولنې د ۲۰۲۱ ــ ۲۰۲۵ کال د ستراتیژیک پلان د بشپړونې ورکشاپ!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۶ - ۱۳:۲۸
ورکشاپ نهایی سازی مسوده پلان استراتیژیک 2021 ـــ 2025 جمعیت هلال احمر افغانی!

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د ۲۰۲۱ مالي کال څخه تر ۲۰۲۵ مالي کال پورې د ستراتیژیک پلان پر مسوېدې  پنځه ورځنی ورکشاپ د افغاني سرې میاشتې ټولنې د مرستیال او سرپرست ښاغلي ډاکتر میرویس اکرم، سکرترجنرالې آغلې ډاکتر نیلاب مبارز، د ملي ټولنې د بورد غړي او د ټولو خزاندار ښاغلي محمد نعیم دیندار، په افغانستان کې د نړیوال سره صلیب، د سره صلیب او سرې میاشتې د نړیوال فدراسیون د درنو استازو، د ملي ټولنې د مرکزي دفتر، سیمه ایزو دفترونو او اړوندو څانګو مسؤلینو په ګډون د ۱۳۹۹ لمریز کال د سلواغې میاشتې پر څلوره نیټه په لاره واچول شو.
ورکشاپ د ملي ټولنې د مرستیال او سرپرست ښاغلي ډاکټر میرویس اکرم په خبرو پیل شو، چې د ستراتیژیک پلان پر ارزښت یې مفصلې او هر اړخیزې خبرې وکړې. ورپسې د ملې ټولنې سکرټرجنرالې آغلې ډاکټر نیلاب مبارز د ستراتیژیک پلان پر موخو او همدارنګه د افغاني سرې میاشتې ټولنې د ستراتیژیک پلان پر تیرو پړاوونو خبرې وکړې او دا یي د ملي ټولنې لپاره یو لاسته راوړنه و بلله.
د ستراتیژیک پلان د پرمخ تګ د پروسې په اړه د ملي ټولنې په حمایوي عملیاتي چارو کې د سکترجنرال مرستیال ښاغلي نوروزعلي علیزاده ګډون والو ته مالومات ورکړل، چې ورپسې د ستراتیژیک پلان یاده مسوده د پلان او ستراتیژۍ په برخه کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې د مرستیال سکرترجنرال ښاغلي ډاکتر محمد نبي برهان له لوري تشریح او د ګروپي کار لپاره وړاندي شوه، چې راتلونکي څلور ورځې به هر اړخیز ګروپي کارونه ورباندې وشي او د اصلاح په موخه به یې اصلاحي طرحې او اندونه پکي ځای پرځای او یاد پلان به بشپړ شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۳:۸
Background image

پکتیا؛ د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې مرکز پرانیستل شو

یکشنبه، ۲۰ جمادی‌ الأولی ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د سویل ختیځ زون په کچه په پکتیا ولایت کې د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې مرکز د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شو.

د دې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۲:۳۸
Background image

نیمروز؛ ۵۰ راستنو شویو کورنیو ته د ۱.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت معیشتي مرستې ووېشل شوې

یکشنبه، ۲۰ جمادی‌ الأولی ۱۴۴۸

افغاني سرې میاشتې د نیمروز ولایت په مرکز زرنج ښار کې له ۵۰ راستنو شویو کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو د پیل او عاید ترلاسه کولو په موخه د ۱.۴ میلیونه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۲:۸
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې مرستیال د المان د سولې کلي له استازو سره په اور سخت سوځېدليو ماشومانو د درملنې په اړه خبرې وکړې

یکشنبه، ۲۰ جمادی‌ الأولی ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې مرستیال حافظ عزیز الرحمن په کابل کې د المان د سولې کلي خیریه بنسټ له استازو ین يسن او کلاوډیا سره په کتنه کې د هغو افغان ماشومانو د. . .

BACK TO NEWS