په کابل مرستون کې د ماسک جوړونې پروژه پرانیستل شوه!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۸ - ۱۵:۴
په کابل مرستون کې د ماسک جوړونې پروژه پرانیستل شوه!

د افغاني سرې میاشتې ټولنې په کابل مرستون کې د ماسک جوړونې پروژه د افغاني سرې میاشتې ټولنې د مرستیال او سرپرست ډاکټر میرویس اکرم، سکرترجنرالې آغلې ډاکټر نیلاب مبارز، په افغانستان کې د سره صلیب او سرې میاشتې د نړیوال فدراسیون د ریس او یو شمیر کارکوونکو په ګډون سره  د روان ۱۳۹۹ لمریز کال د تلې پر ۲۸ نېټه پرانیستل شوه.
دغه پروژه چې په کابل مرستون کې د مېشتو مشمولینو د ځان بسیاینې په موخه په لار اچول شوې او  ۳۰ تنه مشمولې میرنې پکې کار کوي، چې د مسولینو په وینا د نورو  پروژو د فعالولو لپاره هم هڅې روانې دي؛ ترڅو و کولای شو ټولې مشمولې کورني له مرستون څخه تر وتلو وروسته په حرفوي کارونو سمبال او د ژوند چارې په خپله  پرمخ یوسي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۹:۱۷
Background image

تخار کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې ده

سې شنبه، ۱۶ ذو الحجه ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د تخار ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۲۳۴۰ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۶:۹
Background image

کابل؛ د هرات په ګذرګاه دښته کې د افغاني سرې میاشتې پر ځمکه د پانګونې داوطلبۍ ترسره شوه

دوشنبه، ۱۵ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د هرات ولایت د ګذرګاه دښتې په سیمه کې د دې ادارې اړوند پر ۲۲.۵ جریبه ځمکه د پانګونې په موخه د داوطلبۍ ناسته ترسره شوه.

یا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۹ - ۱۲:۱۲
Background image

لوګر او کاپیسا کې ۱۶۰۰ اړمنو کورنیو ته ۸ ټنه د قربانۍ غوښه ورکړل شوه

شنبه، ١٣ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري ۸۰۰ اړمنو کورنیو ته په لوګر او ۸۰۰ کورنیو ته په کاپیسا ولایت کې ۸ ټنه د قربانۍ غوښه ورکړل شوه.

یاده مرسته د ترکیې سرې میاشتې له لوري. . .

BACK TO NEWS