ننګرهار کې د يوې بې وزلې او اړمنې کورنۍ رواني ناروغ د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې مرکز ته ولېږدول شو!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۴ - ۱۲:۲۵
خبرونه

ننګرهار کې د يوې بې وزلې او اړمنې کورنۍ رواني ناروغ د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې مرکز ته ولېږدول شو!

د رمضان د میاشتې پر ۳مه، د افغاني سرې مياشتې د سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شيخ الحديث شهاب الدين دلاور د حکم پر بنسټ د ختيځ زون رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې مرکز ته هغه رواني ناروغ د پالنې او درملنې په موخه ولېږدول شو، چې کورنۍ يې د ننګرهار د شيرزادو ولسوالۍ په يوې لرې پرتې سيمه (اشپهان) کې اوسېده او د ډېرې ناچارۍ او فقر له امله د ياد ناروغ د درملنې په برخه کې له ستونزو او کړاوونو سره لاس او ګرېوان وه.
د يادونې وړ ده، چې تېره ورځ د اېکس (ټويټر) په ټولنيزې رسنۍ کې د ياد ناروغ په اړه يوه ويډيو خپره شوې وه چې په کې يوه اړمنه کورنۍ له رواني ناروغ څخه کړېږي او د درملنې وس او توان يې نه لري او د افغاني سرې مياشتې غوښتنه شوې وه څو د نوموړي د درملنې په برخه کې يې د کورنۍ لاسنيوى وکړي، په همدې موخه د افغاني سرې مياشتې کارکوونکو د محترم مقام د حکم پر اساس يادې کورنۍ ته رسيدنه وکړه او رواني ناروغ يې د درملنې په موخه ننګرهار کې د ختيځ زون په کچه د رواني ناروغانو د ساتنې او  درملنې مرکز ته ولېږداوه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۵:۴۸
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې اړوند ۶ دوکانونه د کرایې لپاره مزایدې ته وړاندې شول

شنبه، ۲۹ ذو القعده ۱۴۴۷

د کابل ښار د لومړۍ ناحیې اړوند د منډوي په بازار کې د افغاني سرې میاشتې اړوند ۶ دوکانونه د کرایې په موخه په جلا جلا توګه مزایدې ته وړاندې شول.

یاده مزایده د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۶:۲۵
Background image

د ځان‌ بسیاینې پر لور؛ هرات کې ۵۰ اړمنې مېرمنې د خیاطۍ حرفوي زده‌ کړو ته شاملې شوې

پنجشنبه، ۲۷ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت په شینډنډ او زنده‌ جان ولسوالیو کې ۵۰ هغه اړمنې او راستنې شوې مېرمنې د خیاطۍ حرفوي زده ‌کړو ته شاملې شوې، چې د طبیعي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۵۲
Background image

کابل؛ د افغاني سرې مياشتې عمومي رئيس د آی سي آر سي له نوي مشر سره د بشري همکاريو پر پراختيا خبرې وکړې

چهارشنبه، ۲۶ ذوالقعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې مياشتې عمومي رئيس شيخ ‌الحديث شهاب‌ الدين دلاور او د نوموړي مرستيال حافظ عزيز الرحمن په مرکزي دفتر کې د افغانستان لپاره د آی سي آر سي له نوي مشر. . .

BACK TO NEWS