بېرته راستانه شويو کډوالو له کورنيو سره  د ژمي په درشل کې د غير خوراکي توکو د مرستې لړۍ پیل شوه!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲ - ۱۳:۳
خبرونه

بېرته راستانه شويو کډوالو له کورنيو سره  د ژمي په درشل کې د غير خوراکي توکو د مرستې لړۍ پیل شوه!

نن سه شنبه د رجب د میاشتې پر ٢٠مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري د ناروې د سره صليب په مالي همکارۍ د کابل په مرکزي دفتر کې د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شيخ الحديث شهاب الدين دلاور، د نوموړي  د مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن او په افغانستان کې د ناروې د سره صليب استازو  په شتون کې د ٢٠٠٠ بېرته راستانه شويو کډوالو کورنيو سره د ژمنيو بستو، حفظ الصحه کېټونو او د انساني کرامت بستو د وېش لړۍ په کابل ولايت کې ٨  کډوالو کورنيو ته د مرستې په ورکړې سره پيل شوه.
د یادې مرستې د وېش پر مهال د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس په خپلو خبرو کې د ناروې د سره صليب له مرستې د مننې ترڅنګ په دې سوړ ژمي کې دا ډول مرستې ارزښتمنې او مهمې يادې کړې او زياته يې کړه چې د يادې مرستې موخه چې د بېرته راستانه شويو کډوالو کورنيو ته د ژوندانه اسانتياوې برابرول او په دې سوړ ژمي کې د هغوى ملاتړ دى، په نزدې ورځو کې به په ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، پکتيا، خوست، لوګر، قندهار، هلمند، زابل او ارزګان ولايتونو کې پر  ٢٠٠٠ راستانه شويو کډوالو کورنيو ووېشل شي.
دا راز ښاغلي دلاور ډاډ څرګند کړ چې افغاني سره مياشت د اړمنو، بې سرپرسته کورنيو، راستانه شويو کډوالو او پېښځپلو د لاسنيوي او دوى سره د مرستو په برخه کې په بشپړ شفافيت خپل بشرپال خدمات او چارې سرته رسوي.

د یادونې وړ ده، چې په ياده مرسته کې ٢٠٠٠ ژمنۍ بستې، ۴۰۰۰ د حفظ الصحې کېټونه او ٢٠٠٠ د انساني کرامت بستې شاملې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۳
Background image

تخار؛ د ۷۹ کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره څه باندې یو میلیون افغانۍ مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د تخار ولایت په بهارک او اشکمش ولسوالیو کې ۷۹ کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو د پیاوړتیا لپاره د دویم پړاو په لړ کې ۱ میلیون او ۲۷ زره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۶:۲۴
Background image

کندز؛ له ۱۲ راستنو شویو کورنیو سره د لنډمهالې سرپناه لپاره د خېمو مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندز ښار په بېلابېلو ناحیو کې له ۱۲ راستنو شویو کډوالو کورنیو سره د خېمو مرسته وشوه.

یادې کورنۍ د استوګنې له ستونزو سره مخ وې، چې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۲۷
Background image

هرات؛ ۳ سېلاب ځپلو کورنیو سره ۹۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت د پشتون زرغون ولسوالۍ د قلعه نوک او طاغونکوه کلیو ۳ سېلاب ځپلو کورنیو سره ۹۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه.

یاده مرسته د. . .

BACK TO NEWS