د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئيس د آسیا لپاره د بېلګېټس بنسټ د پولیو برخې له مسؤلې سره وکتل

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۷ - ۱۴:۳۶
خبرونه

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئيس د آسیا لپاره د بېلګېټس بنسټ د پولیو برخې له مسؤلې سره وکتل 

نن یکشنبه د جمادي الأولی د میاشتې پر ۱۵مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئيس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور او د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن د آسیا لپاره د بېلګېټس بنسټ د پولیو برخې له مسئولې آغلې اناماریا او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې د همغږۍ ناسته ترسره کړه. 
ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئيس ددې خيريه ملي ټولنې له لوري بې سرپرسته او اړمنو کورنیو ته د مرستونونو او روغتیایي مرکزونو له لارې د ترسره کېدونکو خدماتو او د طبيعي پېښو زیانمنو ته د بېړنیو او اړینو مرستو برابرولو په برخه کې هر اړخيز او تفصیلي معلومات وړاندې کړل او له هغوی څخه یې د مرستو د پراختیا او زیاتوالي غوښتنه وکړه. 
ورپسې د آسیا لپاره د بیلګېټس بنسټ مسئولې د افغاني سرې میاشتې خدمات وستایل او ددې خیريه ملي ټولنې له لوري ترسره کېدونکي خدمات یې د اړمنو او ناروغانو لپاره خورا مهم او اغېزمن وبلل او ژمنه یې وکړه، چې له افغاني سرې میاشتې سره به خپلې مرستې زیاتوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۶:۲۵
Background image

د ځان‌ بسیاینې پر لور؛ هرات کې ۵۰ اړمنې مېرمنې د خیاطۍ حرفوي زده‌ کړو ته شاملې شوې

پنجشنبه، ۲۷ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت په شینډنډ او زنده‌ جان ولسوالیو کې ۵۰ هغه اړمنې او راستنې شوې مېرمنې د خیاطۍ حرفوي زده ‌کړو ته شاملې شوې، چې د طبیعي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۵۲
Background image

کابل؛ د افغاني سرې مياشتې عمومي رئيس د آی سي آر سي له نوي مشر سره د بشري همکاريو پر پراختيا خبرې وکړې

چهارشنبه، ۲۶ ذوالقعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې مياشتې عمومي رئيس شيخ ‌الحديث شهاب‌ الدين دلاور او د نوموړي مرستيال حافظ عزيز الرحمن په مرکزي دفتر کې د افغانستان لپاره د آی سي آر سي له نوي مشر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۴:۱۸
Background image

غزني کې د اورلګېدنې له امله زیانمنې کورنۍ ته بېړنۍ مرسته ورسول شوه

چهارشنبه، ۲۶ ذوالقعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د غزني ولایت د مرکز د قلعه جوز سیمې هغې کورنۍ ته، چې د اورلګېدنې له امله زیانمنه شوې وه، بېړنۍ غیر خوراکي مرسته ورسول شوه.

ياده. . .

BACK TO NEWS