‏د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئيس د پکتیکا ولایت له والي سره وکتل

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۵ - ۱۸:۳۵
خبرونه

‏د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئيس د پکتیکا ولایت له والي سره وکتل 

نن د ربیع الآخر د میاشتې پر ۲۳ مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئيس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په خپل کاري دفتر کې د پکتیکا ولایت له والي ښاغلي ملا عبدالخالق سره یاد ولایت کې د خلکو ستونزو ته د رسېدو په پار ناسته ترسره کړه.

ناسته کې ښاغلي دلاور پکتیکا ولایت د طبیعي پېښو له امله یو ځپل شوی ولایت یاد کړ او ددغه ولایت خلک یې خورا بېوزله او اړمن وبلل، نوموړي ژمنه وکړه، چې د پکتیکا ولایت د پېښځپلو او اړمنو به بشپړ لاسنیوى کوي.
ورپسې د پکتیکا ولایت والي د یاد ولایت د خلکو د ستونزو په هکله تفصیلي معلومات وړاندې کړل او د افغاني سرې میاشتې د تېرو مرستو څخه د مننې ترڅنګ یې راتلونکي کې د لا ډېرو مرستو ترسره کولو غوښتنه وکړه.   
د یادونې وړ ده چې افغاني سرې میاشتې پکتیکا ولایت کې د طبېعي
 پېښو له امله زیانمنو شویو کورنیو ته د سرپناه جوړولو ترڅنګ د اړتیا وړ خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې هم وېشلي دي.
https://t.me/ARCSAfghanistan

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۸:۴۸
Background image

کابل؛ د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي په اړه روزنیز ورکشاپ ترسره شو

دوشنبه، ۶ محرم الحرام ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د پېښو، نړیوالو اړیکو، ځوانانو او رضاکارانو، مرستون او روغتیا ریاستونو مسؤولینو ته د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۵:۴۵
Background image

کابل؛ د پروان نماینده ګۍ د اداري ودانۍ د بیارغونې لپاره د داوطلبۍ ناسته وشوه

دوشنبه، ۶ محرم الحرام ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د دې ادارې د پروان ولایتي نماینده ګۍ د اداري ودانۍ د بیارغونې او رنګمالۍ په موخه د داوطلبۍ ناسته وشوه.

یاده ناسته، چې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۵:۳۶
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې مرستیال او د بریتانیا سره صلیب مسؤول د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

دوشنبه، ۶ محرم الحرام ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي حافظ عزیزالرحمن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان او پاکستان لپاره د بریتانیا سره صلیب له مسؤول ښاغلي جیرمي سمېت سره د بشري. . .

BACK TO NEWS