کندز!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۲۳ - ۱۵:۳
کندز!

افغاني سره میاشت تل په دې هڅه کې ده؛ ترڅو د هېواد په هره برخه کې هېوادوالو ته وړیا روغتیایي خدمات ترسره او د اړمنو لاسنیوی وکړي، د همدې موخې په پار افغاني سرې میاشتې په نورو ولایتونو سربېره د کندز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې هم هېوادوالو ته د روغتیایي خدماتو ترسره کولو په موخه ګرځند روغتیايي ټیم رامنځ ته کړی دی، یاد روغتیایي ټیم په تېره یوه اونۍ کې ټولټال (۱۷۴۷) وګړو ته بېلابېل روغتیایي خدمات وړاندې کړي، په ترسره شویو خدماتو کې ۴۷۵ تنه د سراپا خدمات او درمل ورکړل شوي، ۱۹۱ تنه ماشومانو او ښځو ته واکسین تطبیق شوی،۱۰ تنه ټپیان پاسمان شوي، ۱۴۵ تنه امیدوارو ښځو ته له زېږون وړاندې او وروسته د روغتیا ساتنې اړوند روغتیایي مشورې ورکړل شوي، د خوارځواکۍ د نښو لرونکي ۸۵ ماشومان کتل شوي، چې ۳ تنه یې په خوارځواکۍ اخته پېژندل شوي او لازم درمل او خواړه ورکړل شوي دي.د یادونې وړ ده چې د پورته ذکر شویو روغتیایي خدماتو سربېره ۹۴۱ ناروغانو او مراجعینو ته د موسمي ناروغیو د مخنیوي، شخصي او چاپیریالي روغتیا ساتنې او واکسین د ګټې اړوند لازم معلومات هم ورکړل شوي دي.

kk

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۳
Background image

تخار؛ د ۷۹ کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره څه باندې یو میلیون افغانۍ مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د تخار ولایت په بهارک او اشکمش ولسوالیو کې ۷۹ کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو د پیاوړتیا لپاره د دویم پړاو په لړ کې ۱ میلیون او ۲۷ زره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۶:۲۴
Background image

کندز؛ له ۱۲ راستنو شویو کورنیو سره د لنډمهالې سرپناه لپاره د خېمو مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندز ښار په بېلابېلو ناحیو کې له ۱۲ راستنو شویو کډوالو کورنیو سره د خېمو مرسته وشوه.

یادې کورنۍ د استوګنې له ستونزو سره مخ وې، چې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۲۷
Background image

هرات؛ ۳ سېلاب ځپلو کورنیو سره ۹۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت د پشتون زرغون ولسوالۍ د قلعه نوک او طاغونکوه کلیو ۳ سېلاب ځپلو کورنیو سره ۹۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه.

یاده مرسته د. . .

BACK TO NEWS