د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص او د سعودي عربستان د سرې میاشتې مشر دوکتور جلال العویسي جده کې د ملي ټولنو د پینځمې مشورتي غونډې حاشیه کې ګډه ناسته ترسره کړه!
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص او د سعودي عربستان د سرې میاشتې مشر دوکتور جلال العویسي جده کې د ملي ټولنو د پینځمې مشورتي غونډې حاشیه کې ګډه ناسته ترسره کړه. ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس افغانستان کې د افغاني سرې میاشتې پر فعالیتونو، اهمیت او د افغانستان پر اوسني اقتصادي بحران او ستونزو تفصیلي خبرې وکړې او غوښتنه یې وکړه چې د سعودي عربستان سره میاشت دې د تېر په څېر افغانانو سره مرستې وکړي. نوموړي وویل چې افغانستان کې د شته اقتصادي ستونزو له امله اړتیا ده، چې د مرستو د دوام ترڅنګ د مرستو کچه لوړه شي. ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د ګرځندو کلینیکونو او امبولانسونو برخه کې د همکارۍ غوښتنه هم وکړه. د سعودي عربستان د سرې میاشتې رئیس ژمنه وکړه، چې له افغاني سرې میاشتې سره به د ملک سلمان بنسټ له لارې مرستې روانې وساتي او هڅه به وکړي چې خپلو مرستو کې زیاتوالی راولي.
