خوست، میدان وردګ؛ له ۱۵۱ سېلاب ځپلو کورنیو سره ۱ میلیون، ۵۸۵ زره او ۵۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وشوه
دوشنبه، ۱۴ جمادی الأولی ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې له لوري د خوست ولایت د مرکز او د ځاځي ميدان، باک، علیشېرو، صبریو، ګربزو، نادرشاه کوټ، مندوزيو او تڼيو ولسوالیو له ۹۱ او د میدان وردګ ولایت د مرکز میدان ښار او سید آباد، جغتو، نرخ او دایمیر داد ولسوالیو له ۶۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره په ټولیزه توګه ۱ میلیون، ۵۸۵ زره او ۵۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وشوه.
یاده مرسته د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون له لوري چمتو شوې وه، چې هرې کورنۍ ته ۱۰ زره او ۵۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.
دغه نغدي مرسته د سېلاب ځپلو کورنیو د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه ترسره شوه.
افغاني سره میاشت هڅه کوي؛ څو د نغدي مرستو له لارې د طبیعي پېښو له امله د زیانمنو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې اغېزمنه ونډه واخلي.
