لوګر؛ ۱۰۵۰ راستنو شویو کورنیو ته څه باندې ۱۱ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۴
 L

شنبه، ۲۷ ربیع الآخر ۱۴۴۸

افغاني سرې میاشتې د لوګر ولایت د مرکز پل علم او د محمدآغې، څرخ او خوښۍ ولسوالیو ۱۰۵۰ راستنو شویو کورنیو ته ۱۱ میلیونه او ۱۳۰ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.

دغه مرسته د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون په ملاتړ چمتو شوې وه او هرې کورنۍ ته ۱۰ زره او ۶۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.

د مرستې د وېش پر مهال د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور وویل، د راستنو شویو کورنیو سروې په دقیق او شفاف ډول ترسره شوې؛ څو مستحقې کورنۍ په نښه او له هغوی سره نغدي مرسته وشي.

نوموړي زیاته کړه، له دې کورنیو څخه شاوخوا ۸۰۰ یې په تېرو شپږو میاشتو او څه باندې ۲۰۰ه نورې یې په تېر یو کال کې هېواد ته راستنې شوې دي.

دا نغدي مرسته د راستنو شویو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو او د هغوی د اقتصادي ستونزو د کمولو په موخه ووېشل شوه.

افغاني سره میاشت د خپلو بشري پروګرامونو له لارې هڅه کوي، چې راستنو شویو کورنیو ته پر وخت مرستې ورسوي او د هغوی لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۹:۵۸
Background image

میدان وردګ؛ زرګونه ناروغان له روغتیايي خدمتونو برخمن شوي

دوشنبه، ۱۲ جمادی الآخره ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د میدان وردګ ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۳۰۱۵ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۳۰ - ۱۴:۲۵
Background image

بامیانو کې د شونډو او تالو چاود لرونکو ۲۰۰ ماشومانو ته وړیا جراحي عملیات ترسره شول

شنبه، ۱۰ جمادى ‌الآخره ۱۴۴۸

د جرمني هېواد د شونډو او تالو چاود په برخه کې متخصصو روغتیاپالانو د آغا خان بنسټ په ملاتړ په بامیان ولایت کې د دغو ناروغیو لرونکو ۲۰۰ ماشومانو وړیا جراحي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۳۰ - ۹:۲۵
Background image

کابل؛ ۳۲ کارکوونکو ته د مالي کړنلارو په اړه څلور ورځنۍ روزنه پیل شوه

شنبه، ۱۰ جمادی‌ الآخره ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د مالي ریاست په نوښت، د روغتیايي خدمتونو، داخلي پلټنې، مالي او پېښو ریاستونو او کنټرول آمریت ۳۲ کارکوونکو ته د مالي مدیریت او کړنلارو په. . .

BACK TO NEWS