‏نن یکشنبه د ربیع الأول د میاشتې پر ۵مه، د افغاني سرې میاشتې مرکزي دفتر کې د اطلاعاتو او خپرونو د ریاست اړوند د ۳۴ولایتونو نشراتي مدیرانو ته د رسنیز بحران يا ناورین تر عنوان لاندې د ظرفیت لوړونې څلور ورځنی ورکشاپ پيل شو.

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۸ - ۱۵:۳۰
خبرونه

‏نن یکشنبه د ربیع الأول د میاشتې پر ۵مه، د افغاني سرې میاشتې مرکزي دفتر کې د اطلاعاتو او خپرونو د ریاست اړوند د  ۳۴ولایتونو نشراتي مدیرانو ته د رسنیز بحران يا ناورین تر عنوان لاندې د ظرفیت لوړونې څلور ورځنی ورکشاپ پيل شو.
د یاد ورکشاپ پرانيسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست .عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په خپلو خبرو کې د نشراتو پر اهمیت او دې برخه کې د نشراتي مدیرانو پر مسئولیت هر اړخيزه وینا وکړه، نوموړي وویل: حقيقي نشرات د يوې ټولنې د ارام او سکون لامل ګرځي او د یوې ادارې په فعاليتونو کې پراختیا رامنځ ته کوي.
ښاغلي دلاورزیاته کړه، چې موږ ته د مظلوم ملت د لاسنیوي په برخه کې یو ستر مسئولیت راجع دی او هر مسؤل کس مکلف دی چې خپله ورسپارل شوې دنده په ښه شکل ترسره کړي.
ورپسې د افغاني سرې میاشتې د خپرونو او اطلاعاتو رئیس مولوي مدثر همراز د یاد ورکشاپ اهداف او موخې په مختصر ډول ګډونوالو ته وړاندې کړې او له دوى يې وغوښتل چې د روزنيز ورکشاپ اړونده موضوعات په دقت او پوره پام سره واوري او زده کړي.
یاد ورکشاپ کې به ګډونوالو ته له رسنیز بحران سره د مبارزې په برخه کې د عملي او نظري معلوماتو د ورکړې تر څنګ کارکوونکو ته د کار  پر مهال د را منځته کېدونکو ستونزو د حل لارو په تړاو هر اړخيزې او اړینې لارښوونې وړاندې شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۸:۹
Background image

بدخشان؛ د سختو ورښتونو له امله له ۴ زیانمنو کورنیو سره ۱۲۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه

سې شنبه، ۷ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بدخشان ولایت په ارګو، کشم او یفتل پایان ولسوالیو کې له ۴ هغو کورنیو سره، چې د وروستیو سختو ورښتونو له امله ورته ځاني او مالي زیانونه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۱۶
Background image

د آسیا پاسیفیک ملي ټولنو د اِل نینو پدیدې پر وړاندې پر ګډ چمتووالي خبرې وکړې

سې شنبه، ۷ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال ښاغلي مولوي روح الله عبدالسلام، د افغانستان لپاره د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون د مشر ښاغلي حسام فیصل په حضور کې،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۸:۴۸
Background image

کابل؛ د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي په اړه روزنیز ورکشاپ ترسره شو

دوشنبه، ۶ محرم الحرام ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د پېښو، نړیوالو اړیکو، ځوانانو او رضاکارانو، مرستون او روغتیا ریاستونو مسؤولینو ته د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي او. . .

BACK TO NEWS