کندهار!
افغاني سرې میاشتې د ربیع الثاني پر ۲۰مه کندهار ولایت کې د سپین بولدک ولسوالۍ له لارې له پاکستانه راسنېدونکو کډوالو سره د ۵۰۰ کمپلو د مرستې سربېره ګډوالو ته د روغتیایي خدماتو ترسره کولو په پار ۱۴ ګرځند روغتیایي ټیمونه ولېږل؛ ترڅو په پنډغالو کې له پاکستانه را ستانه شویو ګډوالو ته روغتیایي خدمات وړاندې کړي.


