کابل!

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۱ - ۸:۵۰
کابل!

نن د ربيع الاول پر ۶مه افغاني سرې میاشتې يو ځل بيا د سوري زړه په رنځ اخته ۳۰ ماشومان پلازمېنه کابل کې ۲ روغتونونو ته د درملنې او عملیاتو په موخه ور وپېژندل. د یادو ناروغانو د پېژندنې پر مهال د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئيس مولوي مطیع الحق خالص وویل "افغانستان د سوري زړه په رنځ اخته ډېر ماشومان لري، چې لامل يې تېرې جګړې او هېواد کې په لوړه کچه د کیمیاوي موادو کارېدنه کېدلی شي". نوموړي وویل"افغاني سرې مياشتې په تېرو څه باندې ۱۴ کلونو کې د سوري زړه په رنځ اخته ۲۶۴۸۱ ماشومان ثبت کړي، چې له ډلې یې د نېږدې نیمایي ناروغانو درملنه شوې. نوموړي وویل "افغاني سرې میاشتې یوازې په تېرو ۲ کلونو کې ۱۸۰۱ ماشومان د عملیاتو په موخه روغتونونو ته ورپېژندلي، چې د يادو ناروغانو له جملې د ۱۶۰۰ ناروغانو درملنه شوې او پاتې لا هم په روغتونونو کې تر درمنلې لاندې دي". ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص وویل ."افغاني سره میاشت د دولت بودیجوي واحد نه دی، ټول خدمات يې د خپلو ملکيتونو د عوايدو، د کورنيو او بهرنيو خیرپاله ټولنو او په هېواد کې د شتمنو وګړو د مرستو له لارې ترسره کېږي". نوموړي وويل "زمونږ د کار ساحه پراخه ده او په راتلونکي کې مو هوډ دی، چې په ټول هېواد کې د امبولانس خدمات ترسره کړو، ترڅو په هېواد کې د اړمنو او بېوزلو کورنيو ناروغان او وفات شوي غړي په وړيا توګه تر روغتونونو او خپلو کورونو ورسوو".

k

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۳
Background image

تخار؛ د ۷۹ کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره څه باندې یو میلیون افغانۍ مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د تخار ولایت په بهارک او اشکمش ولسوالیو کې ۷۹ کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو د پیاوړتیا لپاره د دویم پړاو په لړ کې ۱ میلیون او ۲۷ زره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۶:۲۴
Background image

کندز؛ له ۱۲ راستنو شویو کورنیو سره د لنډمهالې سرپناه لپاره د خېمو مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندز ښار په بېلابېلو ناحیو کې له ۱۲ راستنو شویو کډوالو کورنیو سره د خېمو مرسته وشوه.

یادې کورنۍ د استوګنې له ستونزو سره مخ وې، چې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۲۷
Background image

هرات؛ ۳ سېلاب ځپلو کورنیو سره ۹۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت د پشتون زرغون ولسوالۍ د قلعه نوک او طاغونکوه کلیو ۳ سېلاب ځپلو کورنیو سره ۹۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه.

یاده مرسته د. . .

BACK TO NEWS