کابل!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۴ - ۲۰:۲۶
کابل!

د اړمنو وګړو لاسنیوې د افغاني سرې میاشتی له سترو موخو ګڼل کیږي! په همدې تړاو پرون او نن د جمادی الثاني په ۱۰مه او ۱۱مه، د افغاني سرې میاشتې عمومي رئيس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص په لاس د کابل ولایت په مرستون کې د ۱۰۰ سوالګرو کورنیو ۴۵۷ غړو ته د نغدي مرستو ویش ترسره شو. چې په کې د کورنۍ هر غړي ته ۲۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه. د یادې مرستې د ویش پر مهال ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص وویل " موږ غواړو د سوالګرو لاسنیوې وکړو او دا لړۍ لا پسی وغځوو. موږ د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه او نړیوالو خیریه بنسټونو، چې غواړی د افغانستان مظلوم ملت لاسنیوی وکړي، هیله لرو موږ سره همکار واوسې". د یادونې وړ ده چې له دې مخکې هم افغاني سرې میاشتې سوالګرو کورنیو سره ورته مرستې ترسره کړي چې د اوسنې مرستې په ویش سره یې د وګړو شمیر ۲۵۳۹ تنو ته رسیږي چې ټولټال پنځه میلیونه او اته اویا زره (۵۰،۷۸،۰۰۰) افغانۍ کیږي، وویشل شوی. همدا ډول تيره مياشت د افغاني سرې میاشتې له لورې هرات ولایت کې هم ۱۳۰ سوالګرو کورنیو سره ۲۶۰۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته ترسره شوې.

 

کابل!

 

کابل!

 

کابل!

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۳
Background image

تخار؛ د ۷۹ کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره څه باندې یو میلیون افغانۍ مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د تخار ولایت په بهارک او اشکمش ولسوالیو کې ۷۹ کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو د پیاوړتیا لپاره د دویم پړاو په لړ کې ۱ میلیون او ۲۷ زره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۶:۲۴
Background image

کندز؛ له ۱۲ راستنو شویو کورنیو سره د لنډمهالې سرپناه لپاره د خېمو مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندز ښار په بېلابېلو ناحیو کې له ۱۲ راستنو شویو کډوالو کورنیو سره د خېمو مرسته وشوه.

یادې کورنۍ د استوګنې له ستونزو سره مخ وې، چې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۲۷
Background image

هرات؛ ۳ سېلاب ځپلو کورنیو سره ۹۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت د پشتون زرغون ولسوالۍ د قلعه نوک او طاغونکوه کلیو ۳ سېلاب ځپلو کورنیو سره ۹۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه.

یاده مرسته د. . .

BACK TO NEWS