کابل ولایت کې پر اړمنو، بېوزلو او بې سرپرسته کورنیو غوښه ووېشل شوه!

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۳۰ - ۱۴:۲۷
خبرونه

کابل ولایت کې پر اړمنو، بېوزلو او بې سرپرسته کورنیو غوښه ووېشل شوه!

نن یکشنبه د رجب د میاشتې پر ۱۸مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل ولایت د نماینده ګۍ په ریاست کې پر ۲۲۰۰ اړمنو، بېوزلو او بې سرپرسته کورنیو په ټولیزه توګه ۱۳.۲۰۰ ټنه غوښه، د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په شتون کې ووېشل شوه.

د يادې مرستې د وېش پر مهال ښاغلي دلاور د سعودي عربستان اسلامي او دوست هېواد څخه مننه وکړه او په دې سوړ ژمي کې یې دغه ډول مرسته مهمه ياده کړه او زیاته یې کړه چې په نزدې ورځو کې به ياده مرسته په پکتیا، میدان وردګ، لوګر او پروان ولایتونو کې هم پر مستحقو او بې وزلو کورنیو ووېشل شي.

یاده مرسته چې د سعودي عربستان هېواد له لوري چمتو شوې وه؛ هرې کورنۍ ته ۶ کیلو غوښه ورکړل شوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۸:۳۱
Background image

ارزګان کې زرګونه ناروغان د افغاني سرې مياشتې له روغتیايي خدمتونو برخمن شوي

چهار شنبه، ۲۴ ذوالقعده ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د ارزګان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۶۴۵ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۸:۵۰
Background image

خوست کې ۲۷۰ بېځایه شویو کورنیو ته د پاکو اوبو د لاسرسي اسانتیا برابره شو

سې شنبه، ۲۳ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې مياشتې له لوري د خوست ولایت په علیشېرو او ګربزو ولسوالیو کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون په مالي ملاتړ ۲۷۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو لپاره پاکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۴۷
Background image

پکتیکا کې ۱۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته غیر خوراکي توکي ووېشل شول

سې شنبه، ۲۳ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت د تروو ولسوالۍ ۱۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته غیر خوراکي توکي ووېشل شول.

یاده مرسته د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون. . .

BACK TO NEWS