کابل؛ د ناروغ د ژوند د ملاتړ لپاره د بنسټیزو روغتیایي مرستو روزنیز ورکشاپ پیل شو

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۰:۴۵
K

شنبه، ۲۹ ربیع‌ الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د ناروغ د ژوند د ملاتړ لپاره د بنسټیزو روغتیايي مرستو تر عنوان لاندې پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو.

دا ورکشاپ د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون په مالي ملاتړ دایر شوی، چې د ننګرهار، کونړ، نورستان، پکتیا او پکتیکا ولایتونو د ګرځنده روغتیايي ټیمونو ۱۰ روغتیاپالان پکې ګډون لري.

د ورکشاپ په پرانیسته کې د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال ښاغلي مولوي روح‌ الله عبدالسلام وویل، چې د انسان ژوند تر هر څه ډېر ارزښت لري او د ناروغانو او ټپیانو د ژوند ژغورل د روغتیايي کارکوونکو له مهمو مسؤولیتونو څخه دي.

نوموړي له ګډونوالو وغوښتل، چې د ورکشاپ له زده کړو څخه په عملي ډګر کې ګټه واخلي او په بېړنیو حالاتو کې ناروغانو او ټپیانو ته د روغتیايي اصولو له مخې پر وخت خدمتونه وړاندې کړي.

هغه زیاته کړه، چې د لومړنیو روغتيايي مرستو پر وخت ترسره کول د ناروغ د ژوند په ژغورلو او د حالت په ښه کېدو کې مهم رول لري.

په دغه پنځه ورځني ورکشاپ کې ګډونوالو ته د بېړنیو حالاتو پر مهال د ناروغانو د ژوند ژغورنې، د زړه د درېدلو په صورت کې د زړه او سږو د بیا احیا، د سینې د فشارونو، مصنوعي تنفس، د تنفسي لارو د پرانیست ساتلو او نورو اړینو لومړنیو روغتیايي مرستو په اړه نظري او عملي زده کړې ورکول کېږي.

همدارنګه ګډونوالو ته د زړه د درېدلو پر مهال د بیا احیا بېلابېلې لارې، د تنفسي لارو د بندېدو او ساه بندۍ پر مهال د مرستې او په بېړنیو پېښو کې د ناروغ د وضعیت د لومړنۍ ارزونې اړوند عملي مهارتونه ور زده کېږي.

د دغه روزنیز ورکشاپ موخه په بېړنیو حالاتو کې د ناروغانو د ژوند ژغورنې په برخه کې د روغتیاپالانو د مسلکي پوهې او عملي وړتیاوو لوړول دي.

افغاني سره میاشت د روغتیايي کارکوونکو د مسلکي ظرفیتونو د لوړولو له لارې هڅه کوي، څو په بېړنیو حالاتو کې اړمنو خلکو ته پر وخت او اغېزمنو روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو وړتیا لا پیاوړې شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۲:۱۸
Background image

لوګر، غزني؛ پر ۱۳۲ سېلاب ځپلو کورنیو ۱ میلیون او ۳۸۶ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

یکشنبه، ۱۳ جمادی الأولی ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د لوګر ولایت په محمد آغې ولسوالۍ کې پر ۱۲۰ او د غزنې ولایت د مرکز په قلعه امیر محمد خان او روضې سیمو کې پر ۱۲ سېلاب ځپلو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۲:۰
Background image

بغلان؛ ۵۰۰ زیانمن بزګران د ۱۱.۵ میلیونه افغانیو له نغدي مرستې برخمن شول

یکشنبه، ۱۳ جمادی‌ الأولى ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د جګړو او وچکالۍ له امله ۵۰۰ زیانمن بزګران د ۱۱.۵ میلیونه افغانیو له نغدي مرستې برخمن. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۴۸
Background image

لغمان، پنجشېر؛ له ۸۱ سېلاب ځپلو کورنیو سره ۸۵۰ زره او ۵۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وشوه

یکشنبه، ۱۳ جمادی‌ الأولى ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ د نورلام درې په سیمه کې له ۷۰ او د پنجشېر ولایت د درې ولسوالۍ په کرمان کلي کې له ۱۱ سېلاب ځپلو. . .

BACK TO NEWS