په بېړنیو حالاتو کې د اغېزمنو نشراتو په اړه دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۱۵:۱۹
په بېړنیو حالاتو کې د اغېزمنو نشراتو په اړه دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو

یکشنبه، ۲ جمادی الأخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د سیمه‌ ییزو زونونو او د ولایتي نماینده ګیو د نشراتو مدیرانو لپاره په بېړنیو حالاتو کې د خبر لیکنې او ویډیو اخیستنې په اړه دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ د دې ټولنې د مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن او په عملیاتي چارو کې د سکرتر جنرال مرستیال ښاغلي مولوي روح‌الله عبدالسلام په شتون کې پیل شو.
د ورکشاپ د پرانیستې پر مهال ښاغلي حافظ عزيز الرحمن ګډونوالو ته تر ښه راغلاست ویلو وروسته ټینګار وکړ، چې د نشراتو مديران باید د بېړنیو حالاتو پر مهال د معلوماتو راټولول، تنظیم او خپرول په مسلکي توګه ترسره کړي، څو د ادارې فعالیتونه د خلکو او اړوندو بنسټونو ترمنځ په روښانه او اغېزمن ډول منعکس شي.
همدارنګه د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال د رسنیو له لارې د دقیقو او باوري راپورونو خپرول د سرې میاشتې له مهمو مسؤولیتونو څخه وبلل. هغه وویل، چې د ولایتونو د نشراتو مدیران باید د بېړنیو حالاتو د پوښښ پر مهال د خوندیتوب اصول، مسلکي معیارونه او لازمه همغږي مراعت کړي، ځکه د سمو معلوماتو خپرول د خلکو د باور د لوړولو او د مرستو د همغږۍ د پیاوړتیا لامل ګرځي.
د یادونې وړ ده چې په دې دوه ورځني ورکشاپ کې ګډونوالو ته د خبر لیکنې، انځور اخیستنې، ویډیو ثبتولو او د بېړني وضعیت د پوښښ اړوند مهمو برخو په اړه هر اړخیز او مسلکي معلومات ورکول کېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۷:۱۱
Background image

نیمروز کې پر ۱۰۰ راستنو شوو بې سرپرسته کورنیو ۲.۴ میلیونه افغانۍ مرسته ووېشل شوه

دوشنبه، ۲۸ شعبان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د نیمروز ولایت مرکز زرنج اړوند بېلابېلو ناحيو کې پر ۱۰۰ راستنو شوو بې سرپرسته کورنیو دوه میلیونه او څلور سوه زره (۲،۴۰۰،۰۰۰) افغانۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۰:۲۳
Background image

لوګر؛ څه باندې ۹ زره ناروغان د افغاني سرې میاشتې له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي دي

دوشنبه، ٢٨ شعبان ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د لوګر ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٤٤٨٦ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۵ - ۱۷:۴۰
Background image

پروان کې ۵۰۰ اړمنو او راستنو شوو کورنیو ته ژمني توکي ورکړل شول

شنبه، ۲۶ شعبان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د پروان ولایت د مرکز په ګډون د بګرام، سید خېل او سیاګرد ولسوالیو له ۵۰۰ اړمنو، بې سرپرستو او راستنو شوو کډوالو کورنیو سره د بېلابېلو ژمنیو توکو. . .

BACK TO NEWS