پنجشېر ولایت کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۶۰۰ کورنیو ته خوراکي مرسته وویشل شوه!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۹/۳۰ - ۲۰:۳۷
جمعیت هلال احمر افغانی برای ۶۰۰ فامیل در ولایت پنجشیر مواد خوراکی مساعدت نمود!

د پنجشېر ولایت په آبشار ولسوالۍ کې نن د روان کال د لیندۍ پر ۳۰مه د افغاني سرې میاشتې له لوري د وروستیو جګړو زیانمنو کړو او بې سرپرسته کورنیو ته اته قلمه خوراکي مرسته وویشل شوه.

یاده مرسته د افغاني سرې میاشتې د تفتیش د رییس مولوي محمد نسیم احمدي، د افغاني سرې میاشتې د پېښو د رییس عبدالرحمان کلانتري، پنجشېر ولایت کې د افغاني سرې میاشتې د نمایندګۍ د رییس شیر اغا باور او د یادې ولسوالۍ د سیمه ییزو مسوولینو په شتون کې وویشل شول، چې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۲۴.۵ کیلو وریژې، ۱۰ لیتره غوړي، ۵ کیلو بوره، ۷ کیلو لوبیا، ۱ کیلو شین چای، ۳ کیلو مالګه او ۱ پاکټ BP5 بیسکویټ وویشل شول.

د یادولو وړ ده، چې په یاده ولسوالۍ کې له وروستیو پېښو وروسته دا لومړی ځل و، چې د افغاني سرې میاشتې له لوري مرسته وویشل شوه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۶:۹
Background image

کابل؛ د هرات په ګذرګاه دښته کې د افغاني سرې میاشتې پر ځمکه د پانګونې داوطلبۍ ترسره شوه

دوشنبه، ۱۵ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د هرات ولایت د ګذرګاه دښتې په سیمه کې د دې ادارې اړوند پر ۲۲.۵ جریبه ځمکه د پانګونې په موخه د داوطلبۍ ناسته ترسره شوه.

یا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۹ - ۱۲:۱۲
Background image

لوګر او کاپیسا کې ۱۶۰۰ اړمنو کورنیو ته ۸ ټنه د قربانۍ غوښه ورکړل شوه

شنبه، ١٣ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري ۸۰۰ اړمنو کورنیو ته په لوګر او ۸۰۰ کورنیو ته په کاپیسا ولایت کې ۸ ټنه د قربانۍ غوښه ورکړل شوه.

یاده مرسته د ترکیې سرې میاشتې له لوري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۷ - ۱۹:۴۱
Background image

پکتیکا او کندهار؛ ۱۲۸۰ اړمنو کورنیو ته د قربانۍ غوښه ووېشل شوه

پنجشنبه، ۱۱ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري ۶۴۰ اړمنو کورنیو ته په پکتیکا او ۶۴۰ نورو کورنیو ته په کندهار ولایت کې ۶.۴ ټنه د قربانۍ غوښه ووېشل شوه.

یاده مرسته د قطر سرې. . .

BACK TO NEWS