هلمند کې ۲۵۰ کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې له لوري مرسته وویشل شوه

arcs_website_admin
جمعه ۱۴۰۰/۱۱/۱۵ - ۲۱:۵۶
هلمند کې ۲۵۰ کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې له لوري مرسته وویشل شوه

نن د جمعې په ورځ د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د سلواغې پر ۱۵مه نېټه هلمند ولایت کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۲۵۰ وچکالۍ ځپلو، جنګ ځپلو، بېوزلو او بې سرپرسته کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وویشل شوه. تېره ورځ هم په هلمند ولایت کې ۲۵۰ اړمنو کورنیو ته یاده مرسته ویشل شوې وه.

په ویشل شوې مرسته کې اته قلمه توکي شامل دي، چې په کې ۵۰ کیلو اوړه، ۲۴.۵ کیلو وریژې، ۱۰ لیتره غوړي، ۵ کیلو بوره، ۷ کیلو لوبیا، ۱ کیلو چای،۳ کیلو مالګه، یو ډبی بسکوټ، ۱۴ جوړې جرابې، ۴ د ماشومانو کوټونه، ۲ د لویانو کوټونه، ۱ ښځینه ټیکری، ۱ د سړیو پټو، ۲ جوړه د لویانو بوټونه، ۴ جوړه دستکشې، ۲ د اوبو شل لیتره بوشکې، ۱ د اوبو سطل، ۷ د ځان وینځلو ډیټول صابونونه، ۱ بیک، د غاښونو کریمونه او یو شمېر نور توکي موجود دي.

هلمند کې ۲۵۰ کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې له لوري مرسته وویشل شوه

 

هلمند کې ۲۵۰ کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې له لوري مرسته وویشل شوه

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۶:۴۲
Background image

بغلان؛ ۲۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲.۶ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

دوشنبه، ۲۹ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې ۲۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲ میلیونه او ۶۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

یاده مرسته د ملي ټولنو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۶:۱۶
Background image

کابل؛ د پېښو د خطرونو د کمولو په اړه یو ورځنی ورکشاپ ترسره شو

دوشنبه، ۲۹ ذوالحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د ځوانانو او رضاکارانو، روغتیايي خدمتونو او پېښو ریاستونو یو شمېر کارکوونکو ته د پېښو د خطرونو د کمولو په اړه یو ورځنی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۰
Background image

کونړ کې د زرګونو ناروغانو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه شوې

دوشنبه، ۲۹ ذوالحجه ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د کونړ ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۲۰۹۰ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

BACK TO NEWS