هرات!

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۸ - ۹:۴۷
هرات!

د افغاني سرې میاشتې له لورې د هرات ولایت د زنده جان ولسوالۍ په اړوندو کلیو کې د خوراکي توکو مرسته چې د ملک سلمان خيريه بنسټ لخوا چمتو شوې وه، پر ٦٠٠ زلزله ځپلو کورنيو ووېشل شوه. د هرې کورنۍ، په مرسته کې ۴۰ کیلو اوړه، ۵ لیټره غوړي، ۵ کیلو وریجې، ۵ کیلو بوره، ۵ کیلو لوبیا او ۲ کیلو خرما شامل وو. يادې کورنۍ څه موده وړاندې د زلزلو له امله زیانمنې شوې وې او د افغاني سرې مياشتې له لوري سروې او تثبيت شوې وې.

pk

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۶:۲۵
Background image

د ځان‌ بسیاینې پر لور؛ هرات کې ۵۰ اړمنې مېرمنې د خیاطۍ حرفوي زده‌ کړو ته شاملې شوې

پنجشنبه، ۲۷ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت په شینډنډ او زنده‌ جان ولسوالیو کې ۵۰ هغه اړمنې او راستنې شوې مېرمنې د خیاطۍ حرفوي زده ‌کړو ته شاملې شوې، چې د طبیعي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۵۲
Background image

کابل؛ د افغاني سرې مياشتې عمومي رئيس د آی سي آر سي له نوي مشر سره د بشري همکاريو پر پراختيا خبرې وکړې

چهارشنبه، ۲۶ ذوالقعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې مياشتې عمومي رئيس شيخ ‌الحديث شهاب‌ الدين دلاور او د نوموړي مرستيال حافظ عزيز الرحمن په مرکزي دفتر کې د افغانستان لپاره د آی سي آر سي له نوي مشر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۴:۱۸
Background image

غزني کې د اورلګېدنې له امله زیانمنې کورنۍ ته بېړنۍ مرسته ورسول شوه

چهارشنبه، ۲۶ ذوالقعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د غزني ولایت د مرکز د قلعه جوز سیمې هغې کورنۍ ته، چې د اورلګېدنې له امله زیانمنه شوې وه، بېړنۍ غیر خوراکي مرسته ورسول شوه.

ياده. . .

BACK TO NEWS