میدان وردګ!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۶ - ۱۲:۲۶
میدان وردګ!

د میدان وردګ ولایت په جلریز ولسوالۍ کې ۵۰۰ سیلاب ځپلو کورنیو ته د خوراکي توکو د مرستې د ویش په موخه د افغاني سرې میاشتې له لوري تېره ورځ د زیانمنو کورنیو د تثبیت پیل شوې سروې نن پای ته ورسیده. افغاني سرې میاشتې له دې وړاندې هم په یادو سیمو کې ۳۰۰ زیانمنو کورنیو ته د خیمو ترپالونو، د پخلنځي د ګڼ شمېر توکو او د اوبو د ذخیره کولو د لوازمو مرسته ویشلې وه. د سیلابونو له راتلو وروسته سیمې ته د افغاني سرې میاشتې تللي روغتیاپال لا هم په سیمه کې پر خدمت بوخت دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۶:۲۵
Background image

د ځان‌ بسیاینې پر لور؛ هرات کې ۵۰ اړمنې مېرمنې د خیاطۍ حرفوي زده‌ کړو ته شاملې شوې

پنجشنبه، ۲۷ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت په شینډنډ او زنده‌ جان ولسوالیو کې ۵۰ هغه اړمنې او راستنې شوې مېرمنې د خیاطۍ حرفوي زده ‌کړو ته شاملې شوې، چې د طبیعي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۵۲
Background image

کابل؛ د افغاني سرې مياشتې عمومي رئيس د آی سي آر سي له نوي مشر سره د بشري همکاريو پر پراختيا خبرې وکړې

چهارشنبه، ۲۶ ذوالقعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې مياشتې عمومي رئيس شيخ ‌الحديث شهاب‌ الدين دلاور او د نوموړي مرستيال حافظ عزيز الرحمن په مرکزي دفتر کې د افغانستان لپاره د آی سي آر سي له نوي مشر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۴:۱۸
Background image

غزني کې د اورلګېدنې له امله زیانمنې کورنۍ ته بېړنۍ مرسته ورسول شوه

چهارشنبه، ۲۶ ذوالقعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د غزني ولایت د مرکز د قلعه جوز سیمې هغې کورنۍ ته، چې د اورلګېدنې له امله زیانمنه شوې وه، بېړنۍ غیر خوراکي مرسته ورسول شوه.

ياده. . .

BACK TO NEWS