قطر!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۲ - ۱۰:۵۸
قطر!

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د افغانستان لپاره د هسپانیې د سفارت له سفیر ریکارډو لوسا سره د قطر پلازمېنه دوحه کې ناسته ترسره کړه. ناسته کې ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د هسپانیې د تېرو مرستو د مننې ترڅنګ افغانستان کې پر شته اقتصادي ستونزو طبیعي پیښو او د افغاني سرې میاشتې مرستونونو کې پر شته خدماتو خبرې وکړې. نوموړي وویل "د افغاني سرې میاشتې مرستونونو کې بې سرپرسته کورنۍ اوسي، چې د ژوند کولو ټول امکانات ورته برابر شوي او اولادونو ته یې د زده کړو ترڅنګ په خپله مېرمنو ته حرفوي زده کړې ور زده کېږي" نوموړي وویل "دا مهال ټول هېواد کې ۲۴ زره کونډو ته د نغدي مرستو بهیر روان دی، چې تر ۸۰ سلنه تطبیق یې د ښځو په لاسونو ترسره کېږي". نوموړي دې لیدنه کې د هرات د زلزلې پر زیانونو او اړتیاو خبرې وکړې او ویې ویل "د زلزلې له امله د زیانمنو کورونو شمېر شاوخو ۸۰۰۰ کورونه دی،چې اوسیدونکو ته یې د ژمي له راتګ وړاندې د کورونو جوړښت ستره اړتیا ده". ناسته کې د افغانستان لپاره د هسپانیې سفیر ریکارډو لوسا وویل "د هسپانیې سور صلیب له ډېره وخته د افغاني سرې میاشتې همکار دی؛ مونږ پوهېږو چې افغانستان کې د فقر او اقلیمي بدلون له امله ستونزې شته،مونږ نه غواړو دا ستونزې په سياست پورې وتړو؛ بلکې مونږ غواړو د افغانستان له ولس سره خپلې مرستې روانې وساتو". نوموړي وويل "د ملګرو ملتونو له لوري. د هرات له زلزله ځپلو سره په اعلان شوي مرسته کې ۱۲٪ سلنه د هسپانيې له لوري شوې". نوموړي وويل "مونږ د افغاني سرې میاشتې فعالیتونه ستایو؛ زه به هڅه وکړم، چې د هسپانیې سور صلیب او دولت وهڅوم ترڅو د هسپانیې د ولس مرستې افغان ولس ته د افغاني سرې میاشتې له لارې ورسوي".

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۸:۳۱
Background image

ارزګان کې زرګونه ناروغان د افغاني سرې مياشتې له روغتیايي خدمتونو برخمن شوي

چهار شنبه، ۲۴ ذوالقعده ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د ارزګان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۶۴۵ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۸:۵۰
Background image

خوست کې ۲۷۰ بېځایه شویو کورنیو ته د پاکو اوبو د لاسرسي اسانتیا برابره شو

سې شنبه، ۲۳ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې مياشتې له لوري د خوست ولایت په علیشېرو او ګربزو ولسوالیو کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون په مالي ملاتړ ۲۷۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو لپاره پاکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۴۷
Background image

پکتیکا کې ۱۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته غیر خوراکي توکي ووېشل شول

سې شنبه، ۲۳ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت د تروو ولسوالۍ ۱۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته غیر خوراکي توکي ووېشل شول.

یاده مرسته د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون. . .

BACK TO NEWS