فراه ولایت کې د سختو ورښتونو او سېلابونو له امله له زیانمنو شويو کورنيو سره نغدي مرسته ترسره شوه!

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۹ - ۱۴:۳۹
خبرونه

فراه ولایت کې د سختو ورښتونو او سېلابونو له امله له زیانمنو شويو کورنيو سره نغدي مرسته ترسره شوه!

 د افغاني سرې میاشتې له لوري د يادې خيريه ملي ټولنې د سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شيخ الحديث شهاب الدين دلاور په هدايت د فراه ولایت د پشت کوه ولسوالۍ د کاه قلعه په سيمه کې د سېلابونو له امله د هغو ٢١ تنو شهيدانو او ۴ ټپيانو شويو هېوادوالو له کورنيو سره په ټوله کې ۴۶۰,٠٠٠ څلور سوه شپېته زره افغانۍ نغدي مرسته ترسره شوه چې څو ورځې وړاندې د سختو اورښتونو او سېلابونو له امله يې خپل ژوند له لاسه ورکړى وه.
په ياده مرسته کې د هر شهيد له کورنۍ سره ٢٠,٠٠٠ افغانۍ او د هر ټپي شوي هېوادوال له کورنۍ سره ١٠,٠٠٠ افغانۍ نغدي مرسته ترسره شوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۸:۳۱
Background image

ارزګان کې زرګونه ناروغان د افغاني سرې مياشتې له روغتیايي خدمتونو برخمن شوي

چهار شنبه، ۲۴ ذوالقعده ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د ارزګان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۶۴۵ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۸:۵۰
Background image

خوست کې ۲۷۰ بېځایه شویو کورنیو ته د پاکو اوبو د لاسرسي اسانتیا برابره شو

سې شنبه، ۲۳ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې مياشتې له لوري د خوست ولایت په علیشېرو او ګربزو ولسوالیو کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون په مالي ملاتړ ۲۷۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو لپاره پاکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۴۷
Background image

پکتیکا کې ۱۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته غیر خوراکي توکي ووېشل شول

سې شنبه، ۲۳ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت د تروو ولسوالۍ ۱۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته غیر خوراکي توکي ووېشل شول.

یاده مرسته د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون. . .

BACK TO NEWS