غزني ولايت کی ۱۰۰۰ اړمنو کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې له لوري د مرستې ویش پیل شو!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۱۳ - ۹:۲۷
غزني ولايت کی ۱۰۰۰ اړمنو کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې له لوري د مرستې ویش پیل شو!

نن سه شنبه د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د سلواغې پر ۱۲مه غزني ولایت کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۱۰۰۰ اړمنو او بې سرپرسته کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ویشل پیل شول. له یاد شمېر مرستې څخه نن د اندړو ولسوالۍ ۴۰۰ اړمنو کورنیو ته د غزني ولایت د سرې مياشتې د رياست په انګړ کې مرسته وویشل شوه. ټاکل شوې د غزني مرکز شاو خوا سيمو ٦۰۰ اړمنو کورنيو ته به سبا او بله ورځ مرسته وويشل شي.

په دې مرسته کې هرې کورنۍ ته د البسې د بېلابېلو توکو یو بیک، ۱۲۰ کیلو اوړه، درې کارتنه خوراکي توکي او دوه کمپلې شاملې دي.

 

غزني ولايت کی ۱۰۰۰ اړمنو کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې له لوري د مرستې ویش پیل شو!

 

غزني ولايت کی ۱۰۰۰ اړمنو کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې له لوري د مرستې ویش پیل شو!

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۹:۲۷
Background image

نیمروز کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

شنبه، ۲۵ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د نیمروز ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۹۸۷ تنو ناروغانو ته د معاینې، درملو د ورکړې، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۴:۰
Background image

میدان وردګ؛ له ۳۲۱ راستنو شویو او بې‌ سرپرسته کورنیو سره ۲۴.۳ ټنه د خوراکي توکو مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲۳ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د میدان وردګ ولایت په مرکز، میدان ښار، کې له ۲۸۰ راستنېدونکو کډوالو او ۴۱ بې‌ سرپرسته کورنیو سره ۲۴.۳ ټنه د خوراکي توکو مرسته وشوه.

. . .
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۷:۳۸
Background image

بامیان؛ ۲۳ کارکوونکو او رضاکارانو ته د ظرفیت لوړونې ورکشاپ پای ته ورسېد

چهارشنبه، ۲۲ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بامیانو ولایت په نمایندګۍ کې ۲۳ تنو کارکوونکو او رضاکارانو ته د ظرفیت لوړونې دوه ورځنی ورکشاپ د تصدیق‌ پاڼو په وېشلو پای ته ورسېد. . .

BACK TO NEWS