زابل!
افغاني سرې مياشتې په ټول هېواد کې د هغو کورنیو ماشومانو او ځوانانو ته، چې په شخصي ښوونیزو مرکزونو کې د فیس ورکولو توان نه لري؛ د وړیا زده کړو ښوونيز مرکزونه ايجاد کړي دي. د يادو ښوونيزو مرکزونو له جملې يو هم د زابل ولايت ښوونيز مرکز دی،چې په تېرو درې مياشتو کې يې ۱۵۷ تنو نارينه زده کوونکو ته د خپلو رضاکارو ښوونکو له لارې په بېلابېلو برخو کې لکه، اسلامي ښوونې، سیرت النبي، انګليسي، کمپيوټر، رياضي او ليک لوست زده کړې ورکړي دي. د زابل ولایت په ښوونیز مرکز کې په تېرو درې میاشتو کې ۱۱ تنه زده کوونکي د زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شوي او پاتې ۱۴۶ تنه لا هم په زده کړو بوخت دي.

