د کار او ټولنیزو چارو وزارت له مرستیال سره د افغاني سرې میاشتې ټولنې د سکرټرجنرالې لیدنه!

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۷ - ۷:۴۲
ملاقات سکرتر جنرال جمعیت هلال احمر افغانی با معین وزارت کار و امور اجتماعی!

د افغاني سرې میاشتې ټولنې سکرټرجنرالې آغلې ډاکټر نیلاب مبارز د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ټولنیزو چارو له مرستیال ښاغلي غلام حیدر ـ جیلاني سره د ټولنیز ملاتړ قانون د پلې کیدو په اړه لیدنه وکړه!

په ناسته کې دواړو لوریو د سرې میاشتې په مرستونونو کې د ټولنیز ملاتړ قانون پر پلي کیدو او همدارنګه په مرستونونو کې د مشمولینو د ژوند د غوراوي په موخه بحث او د ستونزو پر حل لارو خبرې وشوي، چې د افغاني سرې میاشتې ټولنې د کابل مرستون ریس ښاغلي محمد سلیم وردک، د کار او ټولنیزو چارو د وزارت د پرورشګاوو ریس او د یاد وزارت د د فتر د مقام ریس هم شتون در لود.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۲:۴۶
Background image

جوزجان؛ د اورلګېدنې له امله زیانمنې کورنۍ ته بېړنۍ مرسته ورکړل شوه

دوشنبه، ۸ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د جوزجان ولایت د مرکز شبرغان ښار په مصر آباد کلي کې د اورلګېدنې له امله یوې زیانمنې کورنۍ ته بېړنۍ مرسته ورکړل شوه.

په دې مرسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۲:۴۰
Background image

پکتیکا؛ د اوبو مدیریت او د خلکو د اقتصادي ملاتړ په موخه د ۳ میلیونه افغانیو پروژه پیل شوه

دوشنبه، ۸ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په منګړیتي سیمه کې د ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د کار په بدل کې د نغدو پیسو پروژه پیل شوه.

د دغې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۸ - ۹:۵۶
Background image

کابل؛ د ګرځنده روغتیايي ټیمونو لپاره د درملو د معقول استعمال پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

شنبه، ۶ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د ګرځنده روغتیايي ټیمونو د ډاکټرانو او فارمسسټانو لپاره د درملو د معقول استعمال تر عنوان لاندې پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ. . .

BACK TO NEWS