د کابل منتخب ټیم لپاره د پنګ بانک ۱۲ پړاویزې سيالۍ پای ته ورسیدې!

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۹/۷ - ۱۱:۴۵
دوازدهمین دور مسابقات پنک پانک تیم منتخب کابل به پایان رسید !

نن شنبه د روان ۱۴۰۰ هجري لمريز کال د ليندۍ پر ۶مه نېټه د کابل منتخب ټيم لپاره ۱۲ پړاویزې پنګ پانګ سیالۍ چې ټولټال ۷ ټيمونو او ۴۰ تنو لوبغاړو په کې ګډون درلود د افغاني سرې میاشتې ټولنې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

په دې اړوند په جوړ شوي محفل کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست رییس الحاج مولوي مطیع الحق خالص، د المپيک ملي کمېټې او بدني روزنې رییس انجينر نظر محمد مطمین او د سپورت او بدني روزنې یو شمېر مينه والو ګډون کړی و.

د سرې میاشتې سرپرست رییس مولوي مطیع الحق خالص د المپيک ملي کمېټې رییس او ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د افغاني سرې میاشتې تولنې د ورزشکارانو له غوره کارکردګۍ ستاینه وکړه او دوی یې په راتلونکي کې منظم او دوامداره ورزش ته وهڅول. نوموړي وویل، چې ورزش د صحت او سلامتۍ ضامن دی او سلیم عقل په سالم وجود کې وي.

ورپسې د المپيک ملي کمېټې رییس انجينر نظر محمد مطمین د افغاني سرې میاشتې ټولنې له رهبرۍ مننه وکړه، چې د دولسم پړاو سیالیو په برابرولو کې یې هر اړخیزه مرسته ترسره کړې ده. نوموړي همدا راز په ټولو ورزشکارانو غږ وکړ ترڅو له ځان سره یوځای نور ځوانان هم ورزش ته وهڅوي.

په پای کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې د واليبال، فوټبال او تکواندو ټیمونو له لوري نمایش وړاندې شو او د لومړي، دویم او درېیم مقام ګټونکو ته د ستاینليکونو په ورکولو پروګرام د اتلولۍ د کپونو په وېش پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۹:۱۷
Background image

تخار کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې ده

سې شنبه، ۱۶ ذو الحجه ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د تخار ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۲۳۴۰ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۶:۹
Background image

کابل؛ د هرات په ګذرګاه دښته کې د افغاني سرې میاشتې پر ځمکه د پانګونې داوطلبۍ ترسره شوه

دوشنبه، ۱۵ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د هرات ولایت د ګذرګاه دښتې په سیمه کې د دې ادارې اړوند پر ۲۲.۵ جریبه ځمکه د پانګونې په موخه د داوطلبۍ ناسته ترسره شوه.

یا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۹ - ۱۲:۱۲
Background image

لوګر او کاپیسا کې ۱۶۰۰ اړمنو کورنیو ته ۸ ټنه د قربانۍ غوښه ورکړل شوه

شنبه، ١٣ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري ۸۰۰ اړمنو کورنیو ته په لوګر او ۸۰۰ کورنیو ته په کاپیسا ولایت کې ۸ ټنه د قربانۍ غوښه ورکړل شوه.

یاده مرسته د ترکیې سرې میاشتې له لوري. . .

BACK TO NEWS