د پکتیکا نمایندګۍ د انګړ د ديوال د بیا رغونې په پار د داوطلبۍ ناسته وشوه!

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۲ - ۱۴:۱۲
خبرونه

د پکتیکا نمایندګۍ د انګړ د ديوال د بیا رغونې په پار د داوطلبۍ ناسته وشوه!

نن یکشنبه د رمضان د میاشتې پر ۲ مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري ددې خيريه ملي ټولنې په مرکزي دفتر کې د پکتیکا نمایندګۍ د انګړ ديوال د بیارغونې او د پلې لارو د کانکریټ کولو په پار د داوطلبۍ غونډه ترسره شوه.
یاده ناسته کې ۱۲ ودانیزو او لوژستیکي شرکتونو ګډون درلود، چې د نظارت او ارزونې د ټيم له لوري د اسنادو تر ارزونې او کره کتنې وروسته به یې د چمتو کولو قرارداد پر شرایطو برابر ګټونکي شرکت ته ورکړل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۸:۳۱
Background image

ارزګان کې زرګونه ناروغان د افغاني سرې مياشتې له روغتیايي خدمتونو برخمن شوي

چهار شنبه، ۲۴ ذوالقعده ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د ارزګان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۶۴۵ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۸:۵۰
Background image

خوست کې ۲۷۰ بېځایه شویو کورنیو ته د پاکو اوبو د لاسرسي اسانتیا برابره شو

سې شنبه، ۲۳ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې مياشتې له لوري د خوست ولایت په علیشېرو او ګربزو ولسوالیو کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون په مالي ملاتړ ۲۷۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو لپاره پاکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۴۷
Background image

پکتیکا کې ۱۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته غیر خوراکي توکي ووېشل شول

سې شنبه، ۲۳ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت د تروو ولسوالۍ ۱۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته غیر خوراکي توکي ووېشل شول.

یاده مرسته د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون. . .

BACK TO NEWS