د پنجشير ولايت ۱۰۰۰ بيځايه شويو کورنيو ته د خوراکي توکو مرسته!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۶/۲۹ - ۹:۳۸
مساعدت مواد غذایی برای ۱۰۰۰ خانواده بیجاشده گان ولایت پنجشیر !

ښاغلي مولوي صفت الله قريشي د افغاني سرې مياشتې ټولنې د عمومي رياست سرپرست او ورسره مل پلاوي د ۱۴۰۰ کال د وږي مياشتې په ۲۸ مه نيټه د پنجشير ولايت ۳۳۰ کورنۍ چې د جګړې له امله بيځايه شوې وې؛ اوه قلمه خوراکي توکي چې په هغه کې(وريځې، لوبيا، غوړي، بسکيټ، چای، بوره او مالګه) شامل دي د کابل د سرې مياشتې د نمايندګې له لارې وويشل شول. دا په داسې حال کې دی چې ۶۷۰ نورو کورنيو ته هم د نوموړو توکو د ويش لړۍ روانه ده.

د افغاني سرې مياشتې ټولنې د عمومي رياست سرپرست ښاغلی مولوي سيد صفت الله قريشي د ملي ټولنې د مرستو د ويش او سروې له بهير څخه د روڼتيا ډاډ ورکړ او د نورو ملي مماثلو ټولنو او د ملي او نړيوالو مؤسساتو څخه د لا زياتو مرستو او ملاتړ جلبولو غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۶:۱۷
Background image

بلخ؛ ۲۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲.۱ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

یکشنبه، ۲۸ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بلخ ولایت د شولګرې ولسوالۍ په بېلابېلو کلیو کې ۲۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲.۱ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

یاده مرسته د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۵:۴
Background image

کابل؛ د ګرمې اعاشې او امنیتي کمرو د تدارک لپاره د داوطلبۍ دوه ناستې وشوې

یکشنبه، ۲۸ ذوالحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د دې ادارې د کابل مرکزي مرستون د داخلي مشمولینو لپاره د ۲۴ قلمه ګرمې اعاشې او د ساتنې او خونديتوب ریاست لپاره د ۱۸ قلمه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۲:۵۷
Background image

کابل؛ د لومړي ګرځنده روغتیايي ټیم د ام‌ ډي ډاکټر بست لپاره له نوماندانو ازموینه واخیستل شوه

یکشنبه، ۲۸ ذوالحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې اړوند د کابل ولایت د لومړي ګرځنده روغتیايي ټیم لپاره د ام‌ ډي ډاکټر په خالي بست د یوه وړ او مسلکي روغتیاپال د ګمارنې په موخه له نوماندانو. . .

BACK TO NEWS