د پاکستان خیریه بنسټونو له افغاني سرې میاشتې سره ۴۵ ټنه خوراکي مرسته وکړه!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۹/۲۳ - ۱۷:۲۷
د پاکستان خیریه بنسټونو له افغاني سرې میاشتې سره ۴۵ ټنه خوراکي مرسته وکړه!

نن د ۱۴۰۰ لمریز کال د لیندۍ پر ۲۳مه نېټه چې له ۱۴۴۳/۵/۱۰ سپوږمیزې نېټې سره سمون خوري؛ د پاکستان هېواد پاک افغان خیریه بنسټ او خديجه موسسې له لوري د ۴۵ ټنه خوراکي توکو مرسته د افغاني سرې میاشتې مسوولینو ته په تورخم پوله وسپارل شوه.

یاده مرسته د پاک افغان خیریه بنسټ او خدیجه موسسې له لوري په تورخم کې د افغاني سرې مياشتې ټولنې د داخلي تفتيش رییس مولوي محمد نسيم احمدي، د ختيځې حوزې ساحوي رییس مولوي حفیظ الدین قمري، د لوژستيک رييس محمد عارف هدایت او د سرې مياشتې ویاند نوراغا صاحب زاده له لوري د تورخم په دروازه کې تسلیم شوه. په یادو توکو کې ۳ ټنه بوره او ۴۲ ټنه اوړه  شامل دي.

یاده مرسته پاکستان هېواد ته د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رییس مولوي مطيع الحق خالص د سفر په ترڅ کې هلته له خیریه بنسټونو سره د ګڼو لیدنو له مخې ترلاسه شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۹:۲۷
Background image

نیمروز کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

شنبه، ۲۵ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د نیمروز ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۹۸۷ تنو ناروغانو ته د معاینې، درملو د ورکړې، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۴:۰
Background image

میدان وردګ؛ له ۳۲۱ راستنو شویو او بې‌ سرپرسته کورنیو سره ۲۴.۳ ټنه د خوراکي توکو مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲۳ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د میدان وردګ ولایت په مرکز، میدان ښار، کې له ۲۸۰ راستنېدونکو کډوالو او ۴۱ بې‌ سرپرسته کورنیو سره ۲۴.۳ ټنه د خوراکي توکو مرسته وشوه.

. . .
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۷:۳۸
Background image

بامیان؛ ۲۳ کارکوونکو او رضاکارانو ته د ظرفیت لوړونې ورکشاپ پای ته ورسېد

چهارشنبه، ۲۲ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بامیانو ولایت په نمایندګۍ کې ۲۳ تنو کارکوونکو او رضاکارانو ته د ظرفیت لوړونې دوه ورځنی ورکشاپ د تصدیق‌ پاڼو په وېشلو پای ته ورسېد. . .

BACK TO NEWS