د مجامع ولايتي د رياست له لورې د ولايتونو او ولسواليو په کچه د رضاکارانو د شوراګانو جوړښت دوام لري!

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۷ - ۲۳:۳۸
د مجامع ولايتي د رياست له لورې د ولايتونو او ولسواليو په کچه د رضاکارانو د شوراګانو جوړښت دوام لري!

د روان ۱۴۴۴ کال د جمادي الاولی په ۱۲مه او ۱۳مه د افغاني سرې میاشتې د ولایتي مجامع ریاست محترم پلاوي د خپلو هڅو په ترڅ کې د لغمان ولایت په علینګار ولسوالۍ،د کاپیسا ولایت په دوهمه حصه او د لوګر ولایت په ازره ولسوالۍ کې د علمای کرامو، مخورو، قومي مشرانو او لوستو ځوانانو پنځه کسیزه شوراګانې جوړې کړى، چې په راتلونکې کې به د سرې میاشتې په کړنو کې فعاله ونډه ولري. یاد پلاوی هڅه کوي تر څو د ولايتونو په مرکزونو او ولسواليو کې دې ته ورته ټولنې رامنځته کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۸:۳۱
Background image

ارزګان کې زرګونه ناروغان د افغاني سرې مياشتې له روغتیايي خدمتونو برخمن شوي

چهار شنبه، ۲۴ ذوالقعده ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د ارزګان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۶۴۵ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۸:۵۰
Background image

خوست کې ۲۷۰ بېځایه شویو کورنیو ته د پاکو اوبو د لاسرسي اسانتیا برابره شو

سې شنبه، ۲۳ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې مياشتې له لوري د خوست ولایت په علیشېرو او ګربزو ولسوالیو کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون په مالي ملاتړ ۲۷۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو لپاره پاکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۴۷
Background image

پکتیکا کې ۱۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته غیر خوراکي توکي ووېشل شول

سې شنبه، ۲۳ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت د تروو ولسوالۍ ۱۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته غیر خوراکي توکي ووېشل شول.

یاده مرسته د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون. . .

BACK TO NEWS