د سرې میاشتې د عمومي سرپرست ریس ښاغلي شهایب الدین دلاور په مشرۍ د یادې خیریه ټولنې د رهبرۍ ناسته ترسره شوه

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۳/۵/۱۳ - ۱۰:۴۵
خبرونه

نن پنجشنبه د محرم الحرام میاشتې پر ۲۶ مه، د افغاني سرې میاشتې د رهبرۍ ناسته د یادې ادارې د سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شـ.ـيـ.ـخ الحـ.ـ.ـديث شـ.ـ.ـهـاب الـ.ـ.ـدين دلاور په مشرۍ ترسره شوه.

په ناسته کې چې د افغاني سرې مياشتې مرستیال او د مرکزي ریاست ځينو رئیسانو هم ګډون درلود، د يو لړ مهمو موضوعاتو په اړه بحث او د يادې ادارې پر ځان د بسياينې او د عوايدو د کچې لوړولو په اړه د نظرياتو تبادله او اړينې پرېکړې وشوې.

همدا راز د افغاني سرې مياشتې سرپرست عمومي رئيس اړونده مسٸولينو ته د بحث شوو موضوعاتو د تعقيب ترڅنګ ځينې لارښوونې او لازمې سپارښتنې هم وکړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۵:۳۶
Background image

تخار کې ۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه

سې شنبه، ۳۰ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د تخار ولایت د بنګي او اشکمش ولسوالیو ۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه.

یاده مرسته د ملي ټولنو نړیوال. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۴۲
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې لوبډلې د کابل جام د والیبال سیالیو اتلولي خپله کړه

سې شنبه، ٣٠ ذوالحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې د والیبال لوبډلې د کابل جام د والیبال سیالیو د ۱۳م پړاو اتلولي خپله کړه. یادې سیالۍ، چې د بدني روزنې او ورزش ادارې له لوري په ملي جمنازیم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۶:۴۲
Background image

بغلان؛ ۲۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲.۶ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

دوشنبه، ۲۹ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې ۲۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲ میلیونه او ۶۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

یاده مرسته د ملي ټولنو. . .

BACK TO NEWS