د جوزجان ولایت په فیض آباد ولسوالۍ کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۴۰۰ اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته وویشل شوه!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۸ - ۱۲:۳۱
برای ۴۰۰ فامیل مستحق در ولسوالی فیض اباد ولایت جوزجان مساعدت توزیع گردید!

د جوزجان ولایت په فیض آباد ولسوالۍ کې د افغاني سرې میاشتې له لوري نن او پرون د روان ۱۴۰۰ کال د مرغومي پر ۶مه او ۷مه نېټه ۴۰۰ اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته وویشل شوه.

په یاده مرسته کې اته قلمه خوراکي مواد شامل دي، چې په کې ۱۰۰ کیلو اوړه، ۴۹ کیلو وریژې، ۲۰ لیتره غوړي، ۱۰ کیلو بوره، ۱۴ کیلو لوبیا، ۲ کیلو شین چای، ۴ کیلو مالګه او ۲ پاکټ BP۵ بکسټ شتون لري. یاده مرسته د نړیوال فدراسیون له لوري چمتو شوې وه او په شمال زون کې د افغاني سرې میاشتې د رییس شیخ یار محمد په شتون کې وویشل شوه.

تېره ورځ هم د جوزجان ولایت په مردیان ولسوالۍ کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۳۳۵ اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته ویشل شوې وه. دا په تېرو څو ورځو کې په جوزجان ولایت کې د افغاني سرې میاشتې له لوري د خوراکي توکو درېیم ځای مرسته ده، چې اړمنو کورنیو ته ترسره کېږي. له فیض اباد او مردیان ولسوالیو مخکې په منګجیک ولسوالۍ کې هم افغاني سرې میاشتې ۳۵۰ اړمنو کورنیو ته مرسته ویشلې وه.

 

برای ۴۰۰ فامیل مستحق در ولسوالی فیض اباد ولایت جوزجان مساعدت توزیع گردید!

 

برای ۴۰۰ فامیل مستحق در ولسوالی فیض اباد ولایت جوزجان مساعدت توزیع گردید!

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۶:۹
Background image

کابل؛ د هرات په ګذرګاه دښته کې د افغاني سرې میاشتې پر ځمکه د پانګونې داوطلبۍ ترسره شوه

دوشنبه، ۱۵ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د هرات ولایت د ګذرګاه دښتې په سیمه کې د دې ادارې اړوند پر ۲۲.۵ جریبه ځمکه د پانګونې په موخه د داوطلبۍ ناسته ترسره شوه.

یا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۹ - ۱۲:۱۲
Background image

لوګر او کاپیسا کې ۱۶۰۰ اړمنو کورنیو ته ۸ ټنه د قربانۍ غوښه ورکړل شوه

شنبه، ١٣ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري ۸۰۰ اړمنو کورنیو ته په لوګر او ۸۰۰ کورنیو ته په کاپیسا ولایت کې ۸ ټنه د قربانۍ غوښه ورکړل شوه.

یاده مرسته د ترکیې سرې میاشتې له لوري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۷ - ۱۹:۴۱
Background image

پکتیکا او کندهار؛ ۱۲۸۰ اړمنو کورنیو ته د قربانۍ غوښه ووېشل شوه

پنجشنبه، ۱۱ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري ۶۴۰ اړمنو کورنیو ته په پکتیکا او ۶۴۰ نورو کورنیو ته په کندهار ولایت کې ۶.۴ ټنه د قربانۍ غوښه ووېشل شوه.

یاده مرسته د قطر سرې. . .

BACK TO NEWS