د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال ښاغلي ملا نورالدین ترابي د سرې میاشتې له میدان وردګ څانګې څخه لیدنه وکړه!

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۸/۶ - ۹:۴۶
محترم ملانورالدین ترابی معاون جمعیت افغانی سره میاشت از نمایندگی سره میاشت ولایت میدان وردک دیدار نمود!

د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د لړم پر لومړۍ نیټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال ښاغلي ملا نورالدین ترابي، چې د مرکزي دفتر د بیلابیلو ریاستونو څخه جوړ پلاوي یې ملګري کوله، د میدان وردګ ولایت له سرې میاشتې څخه لیدنه وکړه.

په یاده لیدنه کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال ښاغلي ملانورالدین ترابي د یادې څانګې له کارکوونکو سره د شته ستونزو او اړتیاوو په اړه ناسته ترسره او له بیلابیلو برخو څخه یې لیدنه وکړه.

ښاغلي ترابي وویل: د طبیعي او غیر طبیعي پیښځپلو د غوره لاسنیوي په موخه باید د ملي ټولنې ټولې څانګې او پروګرامونه منظم او په ښو امکاناتو سمبال اوسي او په خپلو ورځنیو بشرپاله کړنو کې د سره صلیب او سرې میاشتې د نړیوال غورځنګ اصولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي؛ ترڅو وکولای شو خپلې چارې په بشپړې ځواکمنتیا سره سرته ورسوو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۹:۲۳
Background image

غور کې زرګونه ناروغان د افغاني سرې مياشتې له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي دي

سې شنبه، ۱۸ ذوا لقعده ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د غور ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۴۳۶۳ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۹:۳۸
Background image

کابل؛ د مشعل بیات ښوونځي زده کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

دوشنبه، ۱۸ ذوالقعده ۱۴۴۷ هـ ق

د افغاني سرې میاشتې د اطلاعاتو او نشراتو ریاست له لوري د دې ادارې اړوند د مشعل بیات ښوونځي له لومړي تر دولسم ټولګي پورې شاوخوا ۹۰۰ نارینه او ښځینه زده. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۷:۴۳
Background image

دایکندي کې سېلاب ځپلو کورنیو ته نغدي مرسته ورکړل شوه

دوشنبه، ۱۷ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې مياشتې له لوري د دایکندي ولایت د خدیر او میرامور ولسوالیو هغو ۲ کورنیو ته نغدي مرسته ورکړل شوه، چې د وروستیو سېلابونو له امله ورته ځاني او مالي. . .

BACK TO NEWS