د افغاني سرې میاشتې ټولنې د ښوونځي زنګ ووهل شو!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱/۳ - ۱۵:۵
زنگ لیسه جمعیت هلال احمر افغانی به صدا در آمد

نن چهارشنبه د روان ۱۴۰۱ لمریزکال د وری (حمل) میاشتې پر ۳ مه نېټه د افغانې سرې میاشتې ټولنې د ښوونځي د پرانیستې په موخه یوه غونډه جوړه شوې وه، چې د افغاني سرې میاشتې ټولنې د تفتیش رییس ښاغلي مولوي محمد نسیم احمدي، د بشري سرچینو رییس ښاغلي نورالحق یوسفي، د اطلاعاتو او خپرونو رییس ښاغلي عرفان الله شرفزوی، د ترکیې هېواد د سرې میاشتې استازو، د ښوونځي مدیر، استاذانو او زده کوونکو په کې ګډون درلود.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د ښوونځي مدیر ښاغلي مولوی عبدالله حلیم د غونډې ګډونوالوته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، مونږ عقیده لرو، چې دغوره اخلاقو او ژوند کولو کړنلاره له قرآن کریم څخه تر لاسه کېږي د علم خاوندان د الله په نزد لوړ مقام لري، کوم زده کوونکی چې د علم د زده کړې په موخه له کوره بهر ښوونیزو مرکزونو ته روانېږي داسې مثال لري لکه د الله جل جلاله په لاره کې جهاد. ورپسې په کابل د ترکیې هېواد د سرې میاشتې استازي په خپلو خبرو کې وویل، د خپل هېواد د خلکو او سرې میاشتې په استازیتوب غواړم تاسوته ووایم، چې مونږ په افغانستان کې د ښووځیو د پرانستلو هرکلی کوو او نه مې غوښتل دافغاني سرې میاشتې ټولنې د لیسې د زده کوونکو هرکلی په تش لاس وکړم نو مناسبه مې وګڼله ترڅو ۴۰۰ بیکې، چې په هغو کې قلمونه، پنسلونه، پنسل تراش، پنسل پاک، رنګې او بیسکېټ شامل دي زده کوونکو ته ډالۍ کړم. دا زمونږ اولینۍ او وروستۍ مرسته نه ده او نه به وي غواړو ورته مرستو ته دوام ورکړو.

همدارنګه د افغاني سرې میاشتې ټولنې حقوقي سلاکار ښاغلي لطیف الله قمري د غونډې ګډونوالو ته د علم د فضیلت په اړه هر اړخیزه وینا وکړه. ورپسې د ساتنې او څارنې آمر ښاغلي مولوي عبدالکبیر زده کوونکو ته د ښوونځیو د پیل مبارکي ورکړه او د علم پر ګټویې زده کوونکو ته هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

د غونډې په پای کې د افغاني سرې میاشتې د تفتیش رییس ښاغلي مولوي محمدنسیم احمدي وویل د حلال او حرام پېژندل په علم سره کېږي، علم هغه رڼا ده چې الله تعالی وغواړي د هغې په واسطه د انسان سینه ښایسته کوي، عالم هغه چا ته ویل کېږي چې کبر، غرور ونه لري او هېڅوک سپک و نه کڼي. غونډه د دعایې په ویلو پایته ورسېده.

زنگ لیسه جمعیت هلال احمر افغانی به صدا در آمد

 

زنگ لیسه جمعیت هلال احمر افغانی به صدا در آمد

 

زنگ لیسه جمعیت هلال احمر افغانی به صدا در آمد

 

زنگ لیسه جمعیت هلال احمر افغانی به صدا در آمد

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۳
Background image

تخار؛ د ۷۹ کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره څه باندې یو میلیون افغانۍ مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د تخار ولایت په بهارک او اشکمش ولسوالیو کې ۷۹ کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو د پیاوړتیا لپاره د دویم پړاو په لړ کې ۱ میلیون او ۲۷ زره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۶:۲۴
Background image

کندز؛ له ۱۲ راستنو شویو کورنیو سره د لنډمهالې سرپناه لپاره د خېمو مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندز ښار په بېلابېلو ناحیو کې له ۱۲ راستنو شویو کډوالو کورنیو سره د خېمو مرسته وشوه.

یادې کورنۍ د استوګنې له ستونزو سره مخ وې، چې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۲۷
Background image

هرات؛ ۳ سېلاب ځپلو کورنیو سره ۹۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت د پشتون زرغون ولسوالۍ د قلعه نوک او طاغونکوه کلیو ۳ سېلاب ځپلو کورنیو سره ۹۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه.

یاده مرسته د. . .

BACK TO NEWS