د افغاني سرې میاشتې له لورې المان هېواد ته د ماتو هډوکو او سختو سوځیدلو ماشومانو ۸۷مه جوپه لېږل کېږي!

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۹ - ۱۰:۵۰
هشتاد وهفتمین گروپ اطفال مصاب به استخوان شکن و سوختگی شدید توسط هلال احمر افغاني به آلمان اعزام ميگردند!

د ربیع الثاني په ۱۴مه په هغه غونډه کې چې د افغاني سرې میاشتې د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص له لوري ۵۴ هغه تنکي ماشومان چې عمرونه یې له ۱ څخه تر ۱۱ کلونو پورې وو؛ د درملنې په موخه د المان سولې کلي خیریه بنسټ ته ور وپېژندل شول. یاد ناروغان هغه ماشومان دي، چې هډوکي یې مات دي او یا په اور سخت سوځېدلي او په هېواد کې دننه یې لازمه درملنه نشوه کیدای. په یاده غونډه کې د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص وویل "د افغاني سرې میاشتې بنسټیزه موخه د بېوزله او د پېښځپلو هېوادوالو لاسنیوی دی، چې په همدې موخه د روغتیا په برخه کې پراخ خدمات ترسره کوي". نوموړي وویل "د المان سولې کلي خیریه بنسټ له ۱۹۸۸ کال راهیسې له افغاني سرې میاشتې سره په ګډه د هغو ماشومانو د درملنې په برخه کې کار کوي، چې هډوکي یې مات وي او په اور سخت سوځېدلي وي". د ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص پر وینا "د افغاني سرې میاشتې له لوري په یادو ناروغیو اخته ماشومان هر کال دوه ځل المان ته استول کېږي، چې درملنه یې وړیا ترسره کېږي او شپږ میاشتې وروسته بېرته هېواد ته راګرځي". نوموړي وویل "تر اوسه د افغاني سرې میاشتې له لوري المان ته د درملنې لپاره څه باندې ۴۷۰۰ ماشومان لېږل شوي، چې په ۸۷مه جوپه کې دا ځل ۵۴ لېږل کېږي او ۶۸ هغه ماشومان چې شپږ میاشتې وړاندې د افغاني سرې میاشتې له لوري المان ته استول شوي وو؛دوه ورځې وروسته د لړم په ۱۹مه د درملنې د بهیر له بشپړولو وروسته هېواد ته راستنېږي".

په پای کې ښاغلي خالص په ټولو نړیوالو او ملي خیریه ټولنو غږ وکړ، چې د ماشومانو د تداوۍ په برخه کې له افغاني سرې میاشتې سره همکار واوسي.

 

هشتاد وهفتمین گروپ اطفال مصاب به استخوان شکن و سوختگی شدید توسط هلال احمر افغاني به آلمان اعزام ميگردند!

 

هشتاد وهفتمین گروپ اطفال مصاب به استخوان شکن و سوختگی شدید توسط هلال احمر افغاني به آلمان اعزام ميگردند!

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۶:۴۲
Background image

بغلان؛ ۲۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲.۶ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

دوشنبه، ۲۹ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې ۲۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲ میلیونه او ۶۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

یاده مرسته د ملي ټولنو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۶:۱۶
Background image

کابل؛ د پېښو د خطرونو د کمولو په اړه یو ورځنی ورکشاپ ترسره شو

دوشنبه، ۲۹ ذوالحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د ځوانانو او رضاکارانو، روغتیايي خدمتونو او پېښو ریاستونو یو شمېر کارکوونکو ته د پېښو د خطرونو د کمولو په اړه یو ورځنی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۰
Background image

کونړ کې د زرګونو ناروغانو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه شوې

دوشنبه، ۲۹ ذوالحجه ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د کونړ ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۲۰۹۰ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

BACK TO NEWS