د افغاني سرې میاشتې له لوري په فراه ولایت کې د هغو ۵۰ تنو اړمنو زده کوونکو پر کورنیو، چې څه موده وړاندې مرکز کابل ته د حرفوي زده کړو په موخه استول شوي وو؛ په ټولیزه توګه ۴.۷۵۰ ټنه د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۴ - ۸:۱۳
خبرونه

نن یکشنبه د جمادي الأول د میاشتې پر لومړۍ نېټه، د افغاني سرې میاشتې له لوري په فراه ولایت کې د هغو ۵۰ تنو اړمنو زده کوونکو پر کورنیو، چې څه موده وړاندې مرکز کابل ته د حرفوي زده کړو په موخه استول شوي وو؛ په ټولیزه توګه ۴.۷۵۰ ټنه د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه، چې هرې کورنۍ ته ۹۵ کیلو خوراکي توکي، چې اوړه، غوړي، وریژې، بوره، لوبیا، شین چای او مالګه په کې شامله وه؛ ورکړل شول.

https://whatsapp.com/channel/0029VakrM9TIt5ror2mYP43x

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۵:۳۲
Background image

هرات؛ د افغاني سرې میاشتې مرستیال د روغتیايي خدمتونو او ملکیتونو وضعیت وارزاوه

پنجشنبه، ۲۵ ذوالحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې مرستیال، ښاغلي حافظ عزیزالرحمن، هرات ته د خپل سفر په لړ کې د یاد ولایت د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې له مرکز، د حضرت ابوبکر صدیق. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۴:۹
Background image

میدان وردګ؛ له ۲۷۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره د څه باندې ۲۰ ټنه خوراکي توکو مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲۵ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د میدان وردګ ولایت د مرکز میدان ښار په ګډون د نرخ، جلرېز، سید آباد، چک او جغتو ولسوالیو له ۲۷۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره د څه باندې ۲۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۵۷
Background image

لغمان کې د څه باندې ۶۷٠٠ ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې ده

پنجشنبه، ۲۵ ذوالحجه ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د لغمان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۳۴۶۸ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې. . .

BACK TO NEWS