د افغاني سرې میاشتې له لوري بغلان کې ۲۵۰ نورو کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته وویشل شوه!

arcs_website_admin
جمعه ۱۴۰۰/۹/۲۶ - ۱۰:۲۳
د افغاني سرې میاشتې له لوري بغلان کې ۲۵۰ نورو کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته وویشل شوه!

د روان ۱۴۰۰لمریز کال د لیندۍ پر ۲۵مه د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ په قرآ قنغرات، چپسای، بسکم، لایقه، بای سقال، نوروزک، شیخ جلال، عظیم شور، تیموری، دشت گبر، چهارشنبه تیپه، مغلها و چم قلعه کلیو

کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۲۵۰ اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته وویشل شوه. د یادو اړمنو کورنیو سروې څه موده مخکې د افغاني سرې میاشتې د سروې د ټیم له لوري شوې وه. ټاکل شوې، چې په یاده ولسوالۍ کې پاتې ۱۵۰ نورو سروې شویو کورنیو ته به هم زر پاتې مرسته وویشل شي.

په تېرو پینځه ورځو کې د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت په دهنه غوري او مرکزي بغلان ولسوالیو کې شاوخوا نورو کلیو ۱۰۵۰ اړمنو کورنیو ته هم مرسته ویشل شوې ده. په یادو مرستو کې ۸ قلمه خوراکي توکي شامل دي، چې ۵۰ کیلو اوړه، ۲۵ کیلو وریژې، ۱۰ لیتره غوړي، ۱ کیلو شین چای، ۵ کیلو بوره، ۷ کیلو لوبیا ، ۲ کیلو مالګه او یو ډبی BP5 بسکټ  شامل دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۹:۳۸
Background image

کابل؛ د مشعل بیات ښوونځي زده کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

دوشنبه، ۱۸ ذوالقعده ۱۴۴۷ هـ ق

د افغاني سرې میاشتې د اطلاعاتو او نشراتو ریاست له لوري د دې ادارې اړوند د مشعل بیات ښوونځي له لومړي تر دولسم ټولګي پورې شاوخوا ۹۰۰ نارینه او ښځینه زده. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۷:۴۳
Background image

دایکندي کې سېلاب ځپلو کورنیو ته نغدي مرسته ورکړل شوه

دوشنبه، ۱۷ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې مياشتې له لوري د دایکندي ولایت د خدیر او میرامور ولسوالیو هغو ۲ کورنیو ته نغدي مرسته ورکړل شوه، چې د وروستیو سېلابونو له امله ورته ځاني او مالي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۱۹
Background image

د نورستان او پکتیا د ګرځنده روغتیايي ټیمونو لپاره د موټرو د کرایې داوطلبۍ ترسره شوه

دوشنبه، ۱٧ ذوالقعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د نورستان او پکتیا ولایتونو د ګرځنده روغتیايي ټیمونو لپاره د دوه عراده موټرو د کرایې په موخه د داوطلبۍ ناسته ترسره شوه.

پ. . .

BACK TO NEWS