د افغاني سرې میاشتې عمومي رییس دوحه کې د ډنمارک د سور صلیب استازو سره ولیدل!
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس محترم مولوي مطیع الحق خالص دوحې ته په خپل رسمي سفر کې د ډنمارک د سور صلیب د نړیوالو اړیکې رییس پیټر او د آسیا لپاره د یادې ادارې مسوول دیانه سره ناسته ترسره وکړ.
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس ناسته کې د افغاني سرې میاشتې په عمومي وضیعت خبرې وکړې؛ ترڅنګ یې د پروژو، پلانونو او اړتیاو په اړه هم مقابل لوري ته تفصیلي معلومات ورکړل. د ډنمارک د سور صلیب مسؤلینو د همکارۍ تعهد وکړ، چې تل به سختو حالاتو کې افغاني سرې میاشتې سره ودریږو.
