د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس د کویت هېواد د موسساتو له مشاور سره لیدنه ترسره کړه!

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۹/۲۰ - ۹:۲۴
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس د کویت هېواد د موسساتو له مشاور سره لیدنه ترسره کړه!

د شنبې په ورځ د جمادی الاولی پر ۱۶مه د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص په خپل کاري دفتر کې د کویت هېواد د خیریه موسساتو له مشاور ډاکتر احمد سنوسي احمد سره په افغانستان کې پر شته بشري وضعیت او اړتیاو سربېره په یو شمېر نورو موضوعاتو ناسته ترسره کړه. ناسته کې ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص ښاغلي احمد سنوسي ته د افغانستان د روان بشري وضعیت، اړتیاو او د افغاني سرې میاشتې پر اقداماتو معلومات ورکړل. ښاغلي احمد سنوسي ژمنه وکړه، چې د افغانستان لیدلی بشري وضعیت او اړتیاوې به د کویت هېواد له خیریه موسساتو سره شریکوي او افغاني سرې میاشتې ته به د روغتیا، تعلیم او خوراکي او غیرخوراکي مرستو په برخه کې د همکارۍ لاس ورکوي. همدا ډول به د افغاني سرې میاشتې د روغتیايي مرکزونو د تجهیز په برخه کې همکاري وکړي.

 

 

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس د کویت هېواد د موسساتو له مشاور سره لیدنه ترسره کړه!

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۶:۴۲
Background image

بغلان؛ ۲۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲.۶ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

دوشنبه، ۲۹ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې ۲۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲ میلیونه او ۶۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

یاده مرسته د ملي ټولنو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۶:۱۶
Background image

کابل؛ د پېښو د خطرونو د کمولو په اړه یو ورځنی ورکشاپ ترسره شو

دوشنبه، ۲۹ ذوالحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د ځوانانو او رضاکارانو، روغتیايي خدمتونو او پېښو ریاستونو یو شمېر کارکوونکو ته د پېښو د خطرونو د کمولو په اړه یو ورځنی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۰
Background image

کونړ کې د زرګونو ناروغانو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه شوې

دوشنبه، ۲۹ ذوالحجه ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د کونړ ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۲۰۹۰ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

BACK TO NEWS