د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس لوګر ولایت کې د افغاني سرې میاشتې نمایندګۍ ریاست ته سفر وکړ

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۵/۱۰ - ۱۴:۴۶
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس لوګر ولایت کې د افغاني سرې میاشتې نمایندګۍ ریاست ته سفر وکړ

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص نن د محرم الحرام پر ۲مه لوګر ولایت کې د افغاني سرې میاشتې نمایندګۍ ریاست ته سفر وکړ او د نمایندګۍ ټول کارکوونکي او یو شمېر رضاکاران یې له نېږدې ولیدل.

نوموړي دې لیدنه کې د یاد ریاست کارکوونکو ته سپارښتنه وکړه، چې ‏روانو شپو کې د طبیعي افتونو له امله اوښتو زیانونو ته پر وخت لاسرسی وکړي او بشپړ شفافیت پام کې ونیسي. ښاغلي مولوي م.ط.ی.ع ال_حق خا_لص د کارکوونکو ستونزې او اړتیاوې واورېدې او ژمنه یې وکړه، چې ډېر زر به یادې ستونزې حل کړي او اړتیاوې به یې پوره کړي.

نوموړي د یاد ریاست د روغتیایي مرستو،‏پېښو، خپرونو، معلوماتي ټیکنالوژۍ، دعوت او ارشاد، د غړیتوب سیستم او یو شمېر نورو څانګو لیدنه وکړه او د ریاست رییس ښاغلي مولوي قمرګل نصرت ته یې سپارښتنه وکړه، چې د ریاست په احاطه کې د مسجد د جوړښت لپاره ځای مشخص کړي؛ ترڅو دی یې ورته جوړ کړي.

 

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس لوګر ولایت کې د افغاني سرې میاشتې نمایندګۍ ریاست ته سفر وکړ

 

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس لوګر ولایت کې د افغاني سرې میاشتې نمایندګۍ ریاست ته سفر وکړ


 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۵:۳۲
Background image

هرات؛ د افغاني سرې میاشتې مرستیال د روغتیايي خدمتونو او ملکیتونو وضعیت وارزاوه

پنجشنبه، ۲۵ ذوالحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې مرستیال، ښاغلي حافظ عزیزالرحمن، هرات ته د خپل سفر په لړ کې د یاد ولایت د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې له مرکز، د حضرت ابوبکر صدیق. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۴:۹
Background image

میدان وردګ؛ له ۲۷۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره د څه باندې ۲۰ ټنه خوراکي توکو مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲۵ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د میدان وردګ ولایت د مرکز میدان ښار په ګډون د نرخ، جلرېز، سید آباد، چک او جغتو ولسوالیو له ۲۷۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره د څه باندې ۲۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۵۷
Background image

لغمان کې د څه باندې ۶۷٠٠ ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې ده

پنجشنبه، ۲۵ ذوالحجه ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د لغمان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۳۴۶۸ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې. . .

BACK TO NEWS