د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص او د بحرین هېواد د سرې میاشتې مشر سره د سعودي عربستان د جدې په ښار کې د ملي ټولنو د پینځمې مشورتي ناستې په حاشیه کې ګډه ناسته ترسره کړه!

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۱۰:۱۴
 افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص او د بحرین هېواد د سرې میاشتې مشر سره د سعودي عربستان د جدې په ښار کې د ملي ټولنو د پینځمې مشورتي ناستې په حاشیه کې ګډه ناسته ترسره کړه !

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص او د بحرین هېواد د سرې میاشتې مشر دوکتور فوزي عبدالله امین، د الجمعیة الاسلامیة خیریه ادارې مشر ډاکتر ناصر لوري، د جمعیة التربیة الانسانیة اجرایوي مشاور او د کاف الانسانیة ادارې مشر جاسم سیار د سعودي عربستان د جدې په ښار کې د ملي ټولنو د پینځمې مشورتي ناستې په حاشیه کې ګډه ناسته ترسره کړه. ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د ګډونوالو پوښتنو ته د افغانستان د روان بشري وضعیت او د افغاني سرې میاشتې د فعالیتونو او پلانونو په اړه تفصیلي معلومات ورکړل او له ګډون کوونکو یې له افغانستان سره د بشري مرستو غوښتنه وکړه. همدا ډول یې له ګډون کوونکو وغوښتل، چې افغانستان ته سفرونه وکړي؛ ترڅو شته بشري اړتیاوې او د افغاني سرې میاشتې فعالیتونه له نېږدې وویني.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۵:۴۵
Background image

کابل؛ د پروان نماینده ګۍ د اداري ودانۍ د بیارغونې لپاره د داوطلبۍ ناسته وشوه

دوشنبه، ۶ محرم الحرام ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د دې ادارې د پروان ولایتي نماینده ګۍ د اداري ودانۍ د بیارغونې او رنګمالۍ په موخه د داوطلبۍ ناسته وشوه.

یاده ناسته، چې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۵:۳۶
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې مرستیال او د بریتانیا سره صلیب مسؤول د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

دوشنبه، ۶ محرم الحرام ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي حافظ عزیزالرحمن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان او پاکستان لپاره د بریتانیا سره صلیب له مسؤول ښاغلي جیرمي سمېت سره د بشري. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۲۱
Background image

رحمان مېنه کې د افغاني سرې میاشتې اړوند پر ۱۰۲۷۵ متر مربع ځمکه د پانګونې لپاره د داوطلبۍ ناسته ترسره شوه

یکشنبه، ۵ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس، ښاغلي شیخ الحدیث شهاب‌الدین دلاور، په حضور کې د دې ادارې اړوند د کابل ولایت د رحمان مېنې پر ۱۰۲۷۵ متر مربع ځمکه د پانګونې په موخه. . .

BACK TO NEWS