د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د افغاني سرې میاشتې له مرکزي رییسانو او مستقلو آمرینو سره په اداري ناسته کې قطر، ترکیې او سعودي عربستان ته د وروستي سفر جزیات شریک کړل!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۱۷ - ۹:۴۱
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د افغاني سرې میاشتې له مرکزي رییسانو او مستقلو آمرینو سره په اداري ناسته کې قطر، ترکیې او سعودي عربستان ته د وروستي سفر جزیات شریک کړل!

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د افغاني سرې میاشتې له مرکزي رییسانو او مستقلو آمرینو سره په اداري ناسته کې قطر، ترکیې او سعودي عربستان ته د وروستي سفر جزیات شریک کړل. نوموړي په خپلو خبرو کې رئیسان وهڅول، چې د اړمنو او زیانمنو د بیړني لاسنیوي په هڅو کې نوښتونه رامنځ ته کړي او له ډیجیټلي سیستمونو په استفاده د افغاني سرې میاشتې د اُمور د پرمختګ ګامونه واخلي. ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص وویل "نړیوال له افغاني سرې میاشتې سره د همکارۍ او مرستو اراده لري، خو که د بشري مرستو او لاسنیوي په برخو کې د افغاني سرې میاشتې د کارکوونکو ظرفیت لوړ وي، نو دا مرستې به په منظمه توګه له سالمو لارو افغانستان ته راشي او دلته به د غوره مدیریت په سیوري کې تر اړمنو ورسېږی". نوموړي وویل "موږ باید هېوادوالو ته د مرستو د ورکړې پر ځای داسې لارې په لاس ورکړو، چې په خپله ځان له اړتیا وژغوري او د چا مرستو ته اړ نشي". ناسته کې د افغاني سرې میاشتې مرکزي رئیسانو خپل نظرونه او مشورې شریکې کړې، چې د سرپرست عمومي رئیس له لوري یې په اړه د تطبیق ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۶:۴۲
Background image

بغلان؛ ۲۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲.۶ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

دوشنبه، ۲۹ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې ۲۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲ میلیونه او ۶۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

یاده مرسته د ملي ټولنو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۶:۱۶
Background image

کابل؛ د پېښو د خطرونو د کمولو په اړه یو ورځنی ورکشاپ ترسره شو

دوشنبه، ۲۹ ذوالحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د ځوانانو او رضاکارانو، روغتیايي خدمتونو او پېښو ریاستونو یو شمېر کارکوونکو ته د پېښو د خطرونو د کمولو په اړه یو ورځنی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۰
Background image

کونړ کې د زرګونو ناروغانو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه شوې

دوشنبه، ۲۹ ذوالحجه ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د کونړ ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۲۰۹۰ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

BACK TO NEWS