د افغاني سرې میاشتې رهبرۍ د ناروې له سور صلیب او د سور صلیب له نړیولې کمیټې سره ناسته ترسره کړه!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱/۱۵ - ۸:۲۰
د افغاني سرې میاشتې رهبرۍ د ناروې له سور صلیب او د سور صلیب له نړیولې کمیټې سره ناسته ترسره کړه!

نن یکشنبه د روان ۱۴۰۱ لمریز کال د وري پر ۱۴مه نېټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې په مرکزي دفتر کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص او سکرتر جنرال ډاکتر محمد نبي برهان د سره صلیب د نړیوالې کمېټې له رئیس ایلوي فلیون، د آسیایي هېوادونو لپاره د ناروې د سره صلیب مرستیال ویني ایډ وارډ، په کابل کې د ناروې د سره صلیب استازي هیومن او د سره صلیب د نړیوالې کمېټې د کوپرېشن له مسوولې سره ناسته ترسره کړه.

په پیل کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص راغلو مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ له نوموړو د ګډې همکارۍ په اړه د مالوماتو غوښتنه وکړه.

په مقابل کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې رئیس د ګډې همکارۍ په اړه هر اړخیز مالومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، چې د نننۍ ناستې موخه له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره د سره صلیب د نړیوالې کمیټې او د ناروې د سره صلیب د ګډې همکارۍ، تړونونو او کړنو په هکله د مالوماتو شریکول او د پخوانیو تړونونو لا پیاوړتیا او ملاتړ دی. نوموړو وویل د ناروې د سور صلیب او د سور صلیب د نړیوالې کمیټې ترمنځ په ګڼو هېوادونو کې خپلمنځي دوه اړخیز تړونونه شوي او اوس مونږ غواړو په افغانستان کې هم د سور صلیب د نړیوالې کمیټې او د ناروې د سور صلیب تر منځ ورته تړون وشي، چې ددې تړون له مخې به د سفر پر مهال د ناروې د سره صلیب د کارکوونکو امنیت خوندي کېږي او هم به ددې تړون له مخې دواړه لوري د روغتیا په برخه کې لازمه همکاري کوي. همدا راز غواړو په ټولو هغو برخو کې چې اړتیا وي د ستونزو د حل په موخه ګډ ګامونه واخلو.

په پای کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست رئیس د نوموړو له دې اقدامه هرکلی وکړ او په راتلونکي کې د لا همغږۍ په موخه د درې اړخیزو ناستو په دایرولو پرېکړه وشوه.

 

د افغاني سرې میاشتې رهبرۍ د ناروې له سور صلیب او د سور صلیب له نړیولې کمیټې سره ناسته ترسره کړه!

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۳
Background image

تخار؛ د ۷۹ کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره څه باندې یو میلیون افغانۍ مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د تخار ولایت په بهارک او اشکمش ولسوالیو کې ۷۹ کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو د پیاوړتیا لپاره د دویم پړاو په لړ کې ۱ میلیون او ۲۷ زره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۶:۲۴
Background image

کندز؛ له ۱۲ راستنو شویو کورنیو سره د لنډمهالې سرپناه لپاره د خېمو مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندز ښار په بېلابېلو ناحیو کې له ۱۲ راستنو شویو کډوالو کورنیو سره د خېمو مرسته وشوه.

یادې کورنۍ د استوګنې له ستونزو سره مخ وې، چې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۲۷
Background image

هرات؛ ۳ سېلاب ځپلو کورنیو سره ۹۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت د پشتون زرغون ولسوالۍ د قلعه نوک او طاغونکوه کلیو ۳ سېلاب ځپلو کورنیو سره ۹۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه.

یاده مرسته د. . .

BACK TO NEWS