د افغاني سرې میاشتې د یو کلنو لاسته راوړنو راپور په لیکیې بڼه.

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۵ - ۹:۲
راپور

سره میاشت: په تېر کال کې د طبیعي پېښو ۱ میلیون ۴۳۰زره او ۳۶زیانمنو او اړمنو کسانو سره، نغدي، د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته شوې ده.

په دغو مرستو کې اوړه، غوړي، لوبیا، وریژې، بوره، مالګه، چای، مکروني، بیسکویت، نخود، خیمې، ترپالونه او ظروف شامل وو، چې پر مستحقو کسانو وېشل شوي دي.

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول د دغه بنسټ له مهمو لومړیتونو څخه دی، چې د ۴۶ ثابتو روغتونونو، ۳۶ فرعي کلینیکونو، ۶۵ بېړنیو روغتیايي ټیمونو، ۳۶ ګرځنده روغتیايي ټیمونو او د کتلوي معافیت د ۴۵ روغتیايي کمپونو له لارې هېوادوالو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.

په بغلان ولایت کې د وروستیو سیلابونو له ۲۲۷۳۵ قربانیانو سره بشري مرستې شوې دي.

په تېر کال کې د سوري زړه په ناروغۍ اخته د ۲۲۱۲ ماشومان په ګډون، ۵ میلیونه ۸۹۴ زره او ۳۳۲ تنه له روغتیايي خدمتونو څخه مستفید شوي دي.

دغه بنسټ په کابل، بلخ، کندهار، ننګرهار او هرات ولایتونو کې د پنځه مرستونونو له لارې، د ۱۴۹۵ بې سرپرسته وګړو پالنه کړې ده.

په تېر کال کې د یادو مرستونونو له لارې، ۸۱۱۰ کونډو د خیاطۍ، ګلدوزۍ، غالۍ اوبدلو او لاسي صنایعو په برخه کې مسلکي زده کړې ترلاسه کړي دي.

د عالـ.ـ.ـیقـ.ـدر امـ.ـ.ـیرالمـ.ـؤمـ.ـ.ـنین (حـ.ـ.ـفظه الله) د فرمان له مخې، ۱۱۶ زره او ۲۵۹ سوالګر راټول شوي، چې له دې ډلې ۳۰ زره او ۵۴۳ تنه مستحق پیژندل شوي او په میاشتني ډول له دې بنسټ څخه نغدي مرستې ترلاسه کوي.

په تېر کال کې په ټولیز ډول ۵۳ میلیونه ۸۷۵ زره او ۸۱۲ افغانۍ سوالګرو ته ورکړل شوي دي.
سره میاشت: د وروستي یوه کال پر مهال، په هېواد کې له ۲۴ زره بې سرپرسته کورنیو سره هم، ۲۰۴ میلیونه افغانۍ مرسته شوې ده.

د تېر یوه کال په ترڅ کې د هېواد په شمال ختیځ زون کې یو مرستون جوړ شوی او د بامیان، بغلان، میدان وردګ، لغمان، کاپیسا، پروان، سمنګان، سرپل او جوزجان ولایتونو په نمایندګیو کې د ۴.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت، د لمریزې برېښنا سیستم نصب او ګټې اخیستل ته سپارل شوی دی.

د تېر کال په اوږدو کې ۳ زره او ۶۴۹ تنو د دې بنسټ غړیتوب ترلاسه کړی او په یاده موده کې داوطلبانو او د دې بنسټ کارکوونکو ته بېلابېل روزنیز ورکشاپونه هم جوړ شوي دي.

په وروستي یوه کال کې د دې بنسټ په ۳۵ ښوونیزو مرکزونو کې ۵۴ زره او ۸۷۹ هلکانو او نجونو ته د دیني او کمپیوټر زده کړو زمینه برابره شوې ده.

په تېر کال کې ١٩ تنه په  اور سخت سوځيدلي او د ميکروبي هډوکو پر ناروغۍ  اخته ماشومان د درملنې لپاره جرمني ته استول شوي، چې د درملنې مودې له بشپړولو وروسته به بېرته هېواد ته راستانه شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۶:۴۲
Background image

بغلان؛ ۲۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲.۶ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

دوشنبه، ۲۹ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې ۲۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲ میلیونه او ۶۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

یاده مرسته د ملي ټولنو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۶:۱۶
Background image

کابل؛ د پېښو د خطرونو د کمولو په اړه یو ورځنی ورکشاپ ترسره شو

دوشنبه، ۲۹ ذوالحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د ځوانانو او رضاکارانو، روغتیايي خدمتونو او پېښو ریاستونو یو شمېر کارکوونکو ته د پېښو د خطرونو د کمولو په اړه یو ورځنی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۰
Background image

کونړ کې د زرګونو ناروغانو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه شوې

دوشنبه، ۲۹ ذوالحجه ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د کونړ ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۲۰۹۰ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

BACK TO NEWS